ټاکل شوې ده، د روانې (مې) میاشتې په وروستیو کې د لومړي ځل له پاره په کابل کې د لسګونو ورزشي خبریالانو ترمنځ کانګریس جوړ شي.
د خبریالانو دې کانګریس ته د افغانستان له ټولو ولایتونو نه د لوبو خبریالان راغوښتل کیږي، چې د هغوی پر ستونزو، لاسته راوړنو او فعالیتونو به خبرې وشي.
په دغه کانګریس کې به له ګاونډي هېواد پاکستانه هم ۱۱ورزشي خبریالان برخه واخلي.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون رییس سایرځلاند وایي، د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون له تېرو ۲ کلونو راهیسې کار کوي؛ چې د لومړي ځل له پاره به په کابل کې د کانګریس دغه غونډه جوړه کړي.
د ځلاند پر وینا، د ورزشي خبریالانو کانګریس په افغانستان کې د (اېکول اکسېس) موسسې په همکارۍ جوړېږي، چې د افغان د ورزشي خبریالانو په فعالیتونو به بحث وشي.
اېکول اکسېس موسسه د خبريالانو د روزنې او فعاليتونو د تنظيم په برخه کې کار کوي او موخه یې دا ده، چې د فعالو رسنیو له لارې د خلکو د زده کړو او روزنې له پاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو په دې کانګریس کې به د سلګونو ورزشي خبریالانو ترڅنګ دولتي چارواکي، مدني فعالان او د رسنیو استازي هم برخه ولري.
د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون د ورزشي خبریالانو د نړیوال فدراسیون غړیتوب لري.
د افغانستان ورزشي خبریالانو فدراسیون رییس سایر ځلاند زیاته کړه، چې په دې کانګریس کې به د افغانستان د بېلابېلو ورزشي ادارو استازي د خپلو کلنیو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکیو پلانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي.