د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د هوا د ککړوالي کچې کمېدو خبر ورکړ.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاهزمان میوندي وايي، د تېرې یوې میاشتې پر مهال په کابل کې د هوا ککړولو ۴۱۶ مرکزونه په ګوته شوي چې له ډلې یې ۱۳۶ لوړپوړې ودانۍ، استوګنیز ښارګوټي، هوټلونه، حمامونه او د خښتو بټۍ تړل شوې دي.
هغه وویل، د هوا ککړولو د ۱۳۲ ځایونو سېسټمونه اصلاح شوي، په داسې حال کې چې ۱۵۸۴ نقلیه وسایط چې د چاپېریال ساتنې تخلفات یې لرل، پېژندل شوي او ۳۹۸ هغه موټر درول شوي چې د ډېر دود رامنځته کېدو لامل ګڼل کېدل.
شاهزمان میوندي خبرداری ورکړ چې د هوا د ککړوالي زیاتولو له عاملانو سره به قانوني چلند وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال عزتالله صدیقي په کابل ښار کې د هوا ککړوالي د کچې کمېدو خبر ورکوي او وايي، د مرغومي له لسمې نېټې راوروسته د ښار هوا ښه شوې چې په وینا یې، ځینې طبیعي عوامل، د هوا ککړوونکیو مرکزونو په سېسټم کې سمون او یا یې هم بندېدل د هوا د پاکېدو اصلي لاملونه دي.
د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، په تېره یوه میاشت کې د هوا ککړوالي له کبله په کابل ښار کې ۱۷ کسانو ژوند بایللی او زرګونه نور پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
اړوند مطالب:
د کابل ککړې هوا د ۱۷ کسانو ژوند اخیستی
کابل کې د هوا ککړتیا؛ د چاپېریال ساتنې اداره مني چې مديريت يې ضعيف دی