کابل ښاروالي: په ۳ کلونو کې د تنظیف ټولې چارې خصوصي کوو

د کابل ښاروالي په پام کې لري، چې د کابل ښاروالي چارواکیو نن یکشنبې د (جنورۍ پر ۲۲مه) کابل کې له «مهیو انیمل هوم» شرکت سره د کوڅه ډبه سپیو زیاتېدو مخنیوي په موخه تړون لاسلیک او زیاته یې کړه، چې په راتلونکیو ۳ کلونو کې به د ښار د تنظیف ټولې چارې خصوصي سکتور ته وسپاري.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ځای‌ناستي ښاروال عبد الله حبیب‌زي وویل،  

تر اوسه کابل ښاروالي دومره ظرفیت نه لري، چې د ټول ښار چټلي پاکه کړي؛ ځکه خو د خصوصي سکتور همکارۍ ته اړتیا لري.

حبیب‌زي زیاته کړه، په لومړي سر کې په ازمایښتي ډول د کابل ښار پنځو ناحیو د تنظیف چارې خصوصي سکتور ته سپارل کیږي، دوی به یوازې د پالیسۍ جوړولو چارې پر مخ وړي؛ خو د څار او تعقیب چارې به د ښاریانو پر غاړه وي.د کابل ځای‌ناستي ښاروال عبدالله حبیب‌زي دا هم زیاته کړه، چې په اداره کې د زوړ سیتم کارېدل، د تنظیف زاړه کارکوونکي، فساد او دې ته ورته نورو ستونزو د دوی د ښه کار مخه نیولې ده.

حبیب‌زي همدارنګه وویل، چې د «یو اېن هبیتات» موسېسې په مرسته به د کابل سیند له یک‌پیسه‌ګي پله تر باغ عمومي پله پورې پاک کړي او د ساتلو په پار به یې پولیس وګوماري. 

کابل ښاروالي د کوڅه ډبه سپیو شمېر د زیاتوالي د مخنیوي په موخه له «میهو انیمل هو» شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ، چې پر بنسټ به یې خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې ترڅنګ، سپيو ته د لېوني سپي واکسین ورکوي او د کوڅه ډبه سپیو د نسل د زیاتوالي مخنیوی به کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام