کابل؛ د ښوونکیو د کمښت له امله د یوه ښوونځي دروازه وتړل شوه

د کابل په شپاړسمه ناحیه کې د خراسان ښارګوټي اوسېدونکیو نن د دغه ښارګوټي عالي لیسه د ښوونکیو د کمښت له امله وتړله.

د یاد ښارګوټي د کوڅې وکیل محمدعیسی شفايي سلام‌وطندار ته وویل چې د خراسان ښارګوټي عالي لیسه د ښوونکیو له کمبود سره مخ ده او شته ښوونکي د ښوونځي ټولو زده کوونکیو ته بسنه نه کوي.

د نوموړي په وینا، ښوونکي نه‌دي توانېدلي چې د ښوونځي زده کوونکي اداره کړي او تر هغې یې چې چارواکیو غږ نه وي اورېدلی؛ د یاد ښوونځي دروازه به تړلې پرېږدي.

په همدې حال کې د کابل ښار د پوهنې ریاست د سمون او همغږۍ امر شفیق‌أالله توفیقي چې د کابل د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکیو د اعتراض سیمې ته تللی وايي، د خراسان ښارګوټي عالي لیسې د ښوونکیو کمښت ستونزه یې لرې کړې ده.

د توفیقي په خبره، د کابل پوهنې ریاست د ۴۰۰۰ ښوونکیو له کمښت سره مخ دی او هیله لري چې دا ستونزه په نږدې راتلونکې کې حل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام