د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي لوکیش راهول او هارډیک پانډیا په یو تفریحي ټلوېزیوني خپرونه کې د ښځو په اړه د نامناسبو او له چوکاټه بهر خبرو پر سر له سختو نیوکو سره مخ دي.
دواړو لوبغاړیو په «کافي ویت کرن» ټلوېزیوني خپرونه کې د خپل ژوند په اړه غږېدلي او له خپلو نامشروع اړیکو یې پرده پورته کړې چې په اړه یې څېړنې پیل شوېدي.
د دې خپرونې له خپرېدو وروسته دواړه لوبغاړي د هندیانو له سخت غبرګون سره مخ شول چې هندي کرکټ بورډ یې هم سختی پرېکړی ته مجبور کړ او د هند د کرکټ له ملي لوبډلې یې ویستل.
د اسټرالیا خلاف روانو سیالیو ترڅنګ ښایي دواړه لوبغاړي د نیوزیلینډ خلاف د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه پیلېدونکیو ۵۰ اوریزو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې هم ونه لوبول شي.
دغه راز دواړو لوبغاړیو ته لیکلی خبرداری ورکړل شوی چې له اسټرالیا څخه ژر تر ژر هندوستان ته ستانه شي او د ښځو په اړه له چوکاټه وتلو خبرو سپیناوی وکړي. لهدې سره هممهال باید د هندوستان کرکټ بورډ، کرکټ نړۍوالې شورا او د هند په بېلابېلو ایالتونو کې په روانو کرکټ سیالیو او کرکټ اړوندو فعالیتونو کې تر وروستۍ پرېکړې ګډون ونهکړي.
که څه هم هارډیک پانډیا وروسته له هغې ـ چی څرګندونې یې له غبرګون سره مخ شوې ـ په ټولنیزو رسنیو بښنه وغوښته؛ خو د هندوستان کرکټ بورډ دریځ یی نرم نهکړ.
دواړه د هندوستان کرکټ بورډ لهخوا سمدلاسه له کرکټ ملي لوبډلې ویستل شوي چې اوسمهال د اسټرالیا په کوربتوب په ۵۰ اوریزو سیالیو بوخته ده. هندوستان پرون لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه د ۳۴ منډو په توپیر کوربه اسټرالوۍ لوبډلې ته وبایلله او دویمه لوبه به د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه وکړي.
د لوکیش راهول په ځای شوبمان ګیل او د هارډیک پانډیا په ځای ویجی شنکر ته د اسټرالیا خلاف په پاتو ۲ پنځوس اوریزو لوبو کې د لوبېدلو لهپاره اسټرالیا ته روان شويدي.
په همدې حال کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کپټان ویرات کوهلي پهخپلو خبرو کې ویلي دي چې د لوکیش راهول او پانډیا نهشتوالی به د هندوستان لوبډله نه یوازې د اسټرالیا خلاف په روانو او د نیوزیلینډ خلاف په راتلونکیو سیالیو کې کومه بده اغېزه ولري؛ بلکې د ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرکټ نړۍوال جام ته به هم د دوی تیاری ځنډنی نه کړي.
دغه راز د هارډیک پانډیا پلارهیمانشو بیا ویلي دي، پانډیا یوازې د لیدونکیو د خوشالولو لهپاره داسې څرګندونې کړي او باید دده له خبرو دومره لویه او جنجالي دوسیه جوړه نهشي.
د هغه په وینا، هارډیک پانډیا یو معصوم او طبعیتاً مست هلک دی او مینهوال یې باید څرګندونو ته په تنګ نظر ونهګوري.
د هندوستان کرکټ بورډ چارې ـ چې اوسمهال د دغه هېواد د سترکې محکمې په حکم د مدیرانو د یوې کمېټې لهخوا څارل کېږي او مشري یې «وینود ری» په غاړه لري ـ هندوستان کرکټ بورډ نه غوښتي چې د داوړو لوبغاړیو خلاف پرېکړه د اسټرالیا خلاف د دویمې پنځوس اوریزې لوبې تر پایه اعلان شي.