د پکتيا ولسونو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو د يوې غونډې په ترڅ کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله شلم تلين په ځانګړو مراسمو سره ونمانځلو.
د شهيد ډاکتر نجيب الله د تلين په مراسمو کې د غونډې ګډونوالو د نوموړي په شخصيت او بهرني سياست خبرې وکړې.
د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد رحمان قادري وويل، ډاکټر نجيب الله دوه لسيزې مخکې په هېواد کې داخلي کړيو ته ملي سوله او بښنه اعلان کړې وه؛ خو چا یې خبرو ته ارزښت ورنه کړ.
قادري وويل، که چېرته د نوموړي د واکمني پر مهال د جنګ ښکيلو غاړیو سولې ته غاړه اېښې وی؛ افغانستان به له بهران سره نه مخ کېد.
د ښځينه وو په استازيتوب ماهرې احمدزۍ په خپله وينا کې وويل، د ډاکټر نجيب ويناوې چې د واکمنۍ پر مهال يې کولې؛ اوس ټولې رښتيا کېږي.
آغلې احمدزۍ له ځوانانو وغوښتل، چې د خپل وطن د ښېرازۍ له پاره د دوښمن شوم پلانونه شنډ کړي.
هغه وايي وايي ډاکټر نجيب د ډيورنډ کرښې قرباني دی او غواړي چې د هغه ارمانونه پوره شي.
د شنونکیو په خبره، شهيد ډاکټر نجيب الله او ورور يې احمدزی شل کاله مخکې د تلې پر ۵مه نېټه چې کله طالبان کابل ته ورسېدل؛ نوموړی ووژلو او بيا يې د اريانا په څلور لارې کې په دار وځړولو.
ډاکټر نجيب الله د مرکز ګردېز د مهلن کلي اوسېدونکی او په قوم احمدزی و، چې له وژل کېدو وروسته په همدې کلې کې خاورو ته وسپارل شو.