افغان ولسمشر محمداشرف غني نن د لومړۍ برېښنایي پېژندپاڼې په اخېستلو د برېښنایي دا ملي بهیر په رسمي بڼه پیل کړ. خو له هغه څو ساعته وروسته اجرایوي رییس عبدالله عبدالله دغه بهیر ته په غبرګون کې وویل چې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش په اړه د ولسمشر پرېکړه مشروعیت نهلري.
د ښاغلي عبدالله په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو لومړیتوب امنیت، سولې او ټیکاو ته رسېدل دي او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر په هېواد کې کړکېچ رامنځته کوي.
اجرایوي رییس زیاتوي، د دې پېژندپاڼو وېش د خلکو غوښته وه او ده؛ خو په اوسنیو شرایطو کې د دغه بهیر پیل له عوامغولونې پرته بل څه نه دي.
د ده په خبره: «کله چې په ګوندونو، مدني بنسټونو او ټولنه کې د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه دومره بحثونه وو؛ مانا یې دا ده چې د نظر توپیر شته او دا د نفاق لامل ګرځي. ستونزه نه حلوي، ستونزه زیاتوي. ځکه خو زه پهدې پرېکړه کې شریک نه وم او شریک نه یم. دا موضوع روښانه وینم چې خلکو ته د غلطو شمېرو په ورکولو سره، دغه بهیر کوم ځای ته نه رسېږي.»
ښاغلی عبدالله وایي، د امنیت ټینګښت ترڅنګ د فساد پرضد مبارزه، د ولسي جرګې او ولسمشري پر وخت او رڼې ټاکنې مهمې دي.
د ښاغلي عبدالله په باور، په اوسنیو شرایطو کې ډېر خلک د برېښنایي پېژندپاڼو اخېستلو ته مراجعه نهکوي.
په همدې حال کې د ملي کنګرې په نوم ګوند مشر عبدالطیف پدرام د ولسمشر د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د ملي هویت په توګه د افغانستان ټولو وګړیو ته د افغان ویې کارول او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل د ولسي جرګې پرېکړې خلاف دی او د ولسمشر غني دغه اقدام به له خلکو سره د جګړې اعلان په معنا وي.
د برېښنایي پېژندپاڼو بهیر پیل په اړه په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه راغلي، ځېنو یې مخالفت؛ خو ځېنو نورو یې ملاتړ کړیدی.