میدیوتیک افغانستان، پل فکري کړۍ او اراکوزیا راډیو د مور ورځ ونمانځله

په کابل کې د میدیوتیک افغانستان څانګې، پل فکرۍ کړۍ او اراکوزیا راډیو د مشاعرې او موسیقۍ په ماښامني پروګرام سره د مور نړیواله ورځ ونمانځله.

د غونډې جوړونکیو د پښتو ژبې او ادبیاتو ډاکټره زرغونه رشتین زېور د هېواد د ټولو میندو په استازولۍ ونمانځله او د اعزاز په پار یې هغې ته ځانګړې شوې ډالۍ ورکړې.

د غونډې په پيل کې د پل فکرۍ کړۍ له خوا ډاکټرې زېور ته یو جوړ شوی قلم او د افغانستان له بېرغه جوړ شوی څادر ورکړل شو او د میدیوتیک افغانستان له خوا د پښتو ژبې څو جلده قاموس ورډالۍ شو.

د میدیوتیک افغانستان د کابل څانګې مشر عاطف فقیرزاده د غونډې راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ پښتو ژبې ته د ډاکټرې زرغونې کړي کارونه وستایل.

د فقیرزاده په خبره، ډاکټره زرغونه زېور یې ځکه د افغان مورګارنو په نماینده ګۍ ونمانځله، چې د مورولۍ تر څنګ یې د ژبې او ټولنې لپاره ستر ویاړونه بښلي دي، په زرګونو زده کړیالان یې روزلي او په ښځو کې یواځینۍ هغه ده، چې په پښتو ژبه کې دوکتورا لري.

د پل فکري کړۍ او اراکوزیا راډیو په نمایندګۍ اجمل تورمان خبرې وکړې.

هغه وویل، کله چې موږ واړه یو، ډالۍ نه لرو، چې راستر شو؛ بیا مور نه لرو.

د تورمان په باور، موږ باید هڅه وکړو، چې له خپلو ټولو بوختیاوو سره – سره بیا هم خپلو مورګانو ته وخت پيدا کړو، عزت یې وکړو او حق یې ادا کړو.

ډاکټرې زېور له میدیوتیک افغانستان، پل فکرۍ کړۍ اراکوزیا راډیو له ادارې نه مننه وکړه او ویاړ یې وکړ، چې د دغو بنسټونو له خوا د هېواد د میندو په استازولۍ د اعزاز څادر ورپه سر او جوړ شوی قلم ورکړل شو.

د اغلې زېور په وینا، د مور مقام ډېر ستر دی او ویاړي چې د یو مور ترڅنګ د یوې ښځې په ډول خپلې ژبې او ټولنې ته د چوپړ افتخار ور په برخه دی.

د ډاکټرې زېور له خبرو وروسته مشاعره او موسیقي پیل شوه، چې ډېر شعرونه یې د مور د حقوقو او قربانیو پورې تړلي وو.

مشاعره او موسیقي د لسګونو برخوالو له ګډون وروسته، ماسختن مهال پای ته ورسېدله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام