چین: په افغانستان کې سوله د سیمې اړتیا ده

په افغانستان کې د چین سفیر وايي، چې هڅه کوي افغانستان سره یو ځای په سترو اقتصادي پروژو کې فعاله برخه واخلي او په بېلا بېلو برخو کې دواړه هېوادونه له شته فرصتونو نه ګټه واخلي.
د چین سفیر دينګ زیجون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال حمکت خلیل کرزي سره په کتنه کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان په ثبات او سوله کې خپلې همکارۍ جاري وساتي.

زیجون زیاتوي چې په اوسنيو شرایطو کې سوله نه یواځې د افغانستان، بلکې د سیمې ټولو هیوادونو له پاره مهمه ده

په دغه کتنه کې د چين سفير زياته کړه، چې هېواد به يې په افغانستان کې د بېلابېلو کنفرانسونو؛ سياسي، اقتصادي او نورو ډيپلوماتيکو ناستو له لارې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو په برخه کې فعال رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه، چين ژمن دی، چې د اوسنيو اسانتياو څخه په ګټنې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې پياوړې او دغه اړيکې په اساسي توګه وڅېړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر حمکت خلیل کرزي د چین له هېواد مننه وکړه چې په مهمو مسایلو کې یې دافغانستان ملاتړلې ده او دافغانستان د ثبات او تېکاو په برخه کې یې نه ستړې کېدونکي ګامونه اخیستي دي.

همدارنګه په دغو خبرو اترو کې د بهرنيو چارو سياسي مرستيال د بیجنګ له لوري د ۵۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د نوي بانک له پرانستلو هر کلی وکړ او زياته يې کړه، چې چين تل د افغانستان د ښه دوست په توګه پاتې شوی.

حکمت خليل کرزي وویل، په افغانستان کې د ملي پخلاينې او سولې راوستو په برخه کې د چين هڅې د ستايلو وړ دي.

د افغانستان په ګاونډ کې پروت چين هېواد د نړۍ يو د لويو اقتصادي هېوادونو په ډله کې شمېرل کيږي، چې ډيرو هېوادونو اقتصاد د دغه هېواد په توليداتو پورې تړل شوی دی.

د نوي حکومت د جوړېدو له پېل سره سم ولسمشر اشرف غني د خپل ټيم سره له سعودي عربستان څخه وروسته چين ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د چينايي چارواکو، سوداګرو او نورو سره د اقتصادي خبرو اترو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه هم خبرې اترې وکړې.

هغه مهال داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ولسمشر غني له چين څخه غوښتي و، څو د افغانستان د سولې راوستو په باب پر پاکستان فشار وارد کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام