چیلسي فوټبال کلب د سکس تورونو په اړه څېړنه پیل کړې

د ټیلیګراف وېبپاڼې د راپور له مخې، د انګلستان فوټبال کلب چیلسي د سکس هغه تورونه څېړي، چې د دغه کلب یو پخوانی کارمند پرې تورن شوی دی.

د دغو تورونو په اړه وروسته له هغې څېړنې پیل شوې، چې شاوخوا ۲۰ پخوانیو فوټبال لوبغاړو له ماشومانو سره د نامشروع اړیکو په اړه خوله خلاصه کړه.

د انګلستان ستر فوټبال کلب چیلسي دغه راز د انګلستان فوټبال ټولنې (ایف، اې) ته هم ډاډ ورکړی، چې دوی د دغو سکس تورونو د سپیناوي له پاره هر ډول مرستې ته چمتو دي او د خپلو څېړنو اړین معلومات به له دې ټولنې سره شریک کړي.

په دې اړه د انګلستان د پولیسو اتو ادارو هم د تورونو په اړه څېړنې پیل ګړي دي.

چیلسي کلب د لومړیو څېړنو په پایله کې ویلي، په تورونو کې د دوی د ۱۹۷۰ کال یو پخوانی کارمند هم تورن دی، چې اوسمهال مړ دی.

په همدې حال کې د انګلستان حکومت د کلتور وزیر کرین بریډلي بیا رسنیو ته ویلي دي، چې تراوسه یې د ماشومانو سره د نامشروع اړیکو په تړاو۲۵۰ ټیلیفونونه د شکایتونو په توګه ترلاسه کړي دي.

د انګلستان د سپورټ وزیره ټریسي کروچ

د تورونو په لومړۍ اونۍ کې د شکایت ثبتولو له پاره د ټیلیفون شمېره هم اعلان شوه، چې ویل کېږي، په لومړیو ۲ ساعتونو کې۵۰ کسانو د نامشروع اړیکو په اړه خپل شکایتونه ثبت کړي وو.

په ورته وخت کې د انګلستان سپورټ وزیرې ټریسي کروچ بیا د خپل هېواد ۴۰ ورزشي ادارو ته لیک لېږلی او ترې غوښتي یې دي، چې د تورونو د څېړنې په موخه ورسره خپل معلومات شریک کړي.

له کلپونو یې غوښتي، چې له نامشروع اړیکو د ماشومانو د ساتنې په اړه د خپلو عملي تګلارو ډاډ ورکړي.

د انګلستان د فوټبال کلپونو ټولنې (ایف، اې) مشر ګریک کلارک بیا د فوټبال لوبغاړو سره د نامشروع اړیکو تورونه د فوټبال تاریخ له شرموونکو پېښو بللي.

ټیلیګراف ورځپاڼې بیا په چیلسي فوټبال کلب هم تور لګولی، چی هغه متضرر فوټبال لوبغاړي او کورنۍ ته یې پیسې ورکړي دي، ترڅو په ۱۹۷۰ کال کې د یاد کلب د مشر ایډي هیټ د څارندوی خلاف خوله بنده وساتي؛ چې له دغه فوټبال لوبغاړي سره د نامشروع اړیکو تور پرې و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام