د ننګرهار سیمهییز مسوولان وايي، د دې ولایت، مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمې کې د پرونۍ پېښې قربانیانو شمېر ډېر شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په پروني ځانمرګي برید کې ۶۸ کسان وژل شوي او ۱۶۸ نور ټپیان دي.
خوږیاڼی زیاتوي، د دې ولایت پولیسو د اچین ولسوالۍ سیمهییزو پولیسو قوماندان بلالپاچا هم له دوو ورونو سره نیولی دی.
بلالپاچا هغه کس دی چې د شینوارو ولسونو یې یې پرون پروړاندې لاریون کړی و.
په همدې حال کې د ننګرهار سیمهييز روغتون کې د ټپیانو پایوازان وايي، که څه هم روغتیايي کارکوونکیو تر خپلې وسې د ټپیانو درملنه کړې، خو روغتونونو کې د لازمو امکاناتو او درملو نهموجودیت هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
د شینوارو اوسېدونکي رڼاګل شینواری او نوید شینواري پهدې اړه سلاموطندار ته وویل، په پرونۍ پېښې کې شاوخوا ۳۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دوی په وینا، د ننګرهار حوزوي روغتون کې د ټپیانو سمه درملنه نهکېږي او پهکار ده چې ټپیان یې د درملنې لهپاره کابل یا هم نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.
دوی له حکومته هم غواړي چې د دا ډول خونړیو پېښو د مخنیوي لهپاره لازم تدابیر ونیسي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعامالله میاخېل وايي، په روغتونونو کې د ټپيانو ښه درملنه یې کړې ده. د ده په وینا، د پرونۍ پېښې ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.
بلخوا د ننګرهار ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری ادعا کوي چې په پرونۍ پېښې کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۲۰ ډېر ټپیان دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی نهدی، خو د ننګرهار ولایتي شورا د غړي په وینا، پرونی ځانمرګی برید چې له کبله یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته، د اچین ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو د نیول شوي قوماندان بلالپاچا په لارښوونه شوی دی.