څېړونکیو د ادیلي پنګونونو ستره ډله موندلې

دې وروستیو کلونو کې تودوخې د قطبونو یخونه کرا کرا یو څه اوبه کړي او له امله یې د سمندري الوتونکیو ژوند په ځانګړي ډول د سمندري مارغه پنګونونو ژوند ګواښلی؛ خو د سویل قطب په دینجر ټاپووزمه کې د ۷۵۰ زرو ادیلي پنګونونو سترې ډلې موندو دغه اندېښنې یو څه راکمې کړي دي.

لېرې پرته دینجر ټاپووزمه پلنو او سترو یخونو کلابنده کړې او دا چاره لامل شوې چې د پنګونونو دومره ستره ډله له سترګو پټه پاتې شي.

اکولوژیست او د ستوني بروک پوهتنون پروفیسور هیدرلېنچ وایي، تراوسه هېڅ فکر نه کېدو چې دینجر ټاپووزمه دې د دغه ډول (ادیلي) پنګونونو استوګن ځای وي.

څېړونکي لېواله دي چې وپوهیږي دغه پنګونونه څه ډول بریالي شوي ژوندي پاتې شي؛ داسې حال کې چې د قطب په نورو برخو کې نابود شوي دي.

په وروستۍ لسیزه کې په شمال او سویل قطبونو کې د یخونو اوبو کېدو له امله د پنګونونو په شمېر کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی، خو د دینجر ټاپووزمه بیا له دې حسابه ځانګړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام