ځېنو غزنیوالو نن د «موږ د جغرافیوي حوزو پر بنسټ ټاکنې نه منو، بلکې د قومي نفوس لهمخې ټاکنې غواړو» تر سرلیک لاندې کابل کې خبري غوندې ته وویل چې د غزني حوزوي ټاکنې د دوی د غوښتنو مطابق نهدي.
د دوی په وینا، د غزني حوزوي ټاکنو په اړه د دغه ولایت له مشرانو او اوسېدونکیو سره مشوره نهده شوې.
د غزني یو مخور مولانا رحمت الله اندړ غونډې ته وویل، دوی داسې ټاکنې غواړي چې هر قوم په ولسي جرګې کې خپل ځان وویني.
غزنیوالو د پرېکړهلیک په خپرولو سره وویل، د ټاکنو ځایونه باید یو شان وټاکل شي او هم دې پهدې ولایت کې عادلانه او رڼو ټاکنو ته زمینه برابره شي.
د غزنیوالو په پرېکړهلیک کې راغلي، که یې غوښتنو ته پام ونهشي؛ په غزني او کابل کې به پراخ مدني اعتراضونه وکړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازې به په کابل او غزني کې وتړی.
خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي سلام وطندار ته وویل، دغه کمېسیون د ټاکنیز بندښت د لېرې کولو په موخه یاد ولایت پر درېیوو حوزو وېشلی دی.
د غزني وکیلانو څو ورځې مخکې کابل کې خبري غونډې ته ویلي وو چې پهدې ولایت کې د ټاکنو حوزوي کېدل د اساسي قانون خلاف دي او د کمېسیون یاده پرېکړه یې تبعیضي ګڼلې وه.
د ټاکنو کمېسیون وروسته وروسته له هغې غزني پر درېيوو ټاکنیزو حوزو ووېشلو چې د دې ولایت اوسېدونکیو یوه موده د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازه وتړله او پهدې ولایت کې یې د ټاکنو کمېسیون فعالیت مخه ونیوله.