“ځينې حکومتي چارواکي مخالفینو ته د کانونو کیندلو زمینه برابروي”

مدني بنسټونه ادعا کوي، چې ځينې حکومتي چارواکي وسله‌والو مخالفینو ته په غیر قانوني توګه د کانونو د کیندلو زمینه برابره کړې، چې ګټه یې د دولت وسله والو مخالفینو ته رسیږي او د دغه کار زمینه ورته حکومتي چارواکو برابره کړې ده.

د مدني بنسټونو استازو په کابل کې د کانونو په هکله د دولت خپور کړي ریپوټ په غبرګون وویل، د دولت خپور شوی راپور نیمګړی دی او د کره معلوماتو په خپرولو کې ناغېړي کړې ده.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرایوي مشر سید اکرام افضلي له ۳۰ ډېرو مدني بنسټونو په استازولۍ خبري غونډې ته وویل، د روڼتیا نوښت ۵ راپور په ډاګه کوي، چې د کانونو او ماليې وزارتونو د کان د عایداتو مدریت ډېر کمزوری دی.

افضلي زیاته کړه، د وزارت په کچه یو شمېر حکومتي چارواکي د دولت مخالفو وسله والو ډلو ته په ناقانونه توګه د کانونو کیندلو زمینه برابروي.

دی وايي، په ځینو ځایونو کې یو شمېر چارواکي په لوی لاس امنیت ګډوډوی، چې ترڅو وکولی شي کانونه وکیندي.

په غونډه کې د طبعي زېرمو او چاپېریال ساتنې کمېسیون مشر وویل، په تېرو دوو کلونو کې حکومت د کانونو سکتور ته جدي پام نه دی کړی.

دی وایي، هر کال د کانونو د ناقانونه کیندلو له لارې ۳۰۰ میلیونه ډالر د دولت مخالفو وسله والو ډلو جیبونو ته ورځي.

د کانونو وزارت د پلټنې رییس محمدعلي بهسودي د مدني بنسټونو څرګندونې تاییدوي او وایي، د دولت وسله والو ډلو ته تر ډېره په ناقانونه توګه د کانونو کیندلو په برخه کې سیمه ییز چارواکي او زورواکي زمینه برابروي.

بهسودي دا مني، چې د کانونو وزارت د کان مدیرت په برخه کې ستونزې لري؛ خو اوس تر ډېره دغه ستونزې لرې شوي دي.

د مدني بنسټونو استازي وایي، کانونه ملي شتمني ده او دولت باید د کانونو کیندلو او عوایدو په هکله خلکو ته سم معلومات ورکړي؛ له دې پرته به دوی غلي نه شي پاتې او غږ به اوچت کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام