هر کله چې د شمسي منظومې او په دې کهول کې د ځمکې په پرېوت خبرې کوو، له دې پوښتنې سره مخ کېږو، چې ځمکې ته نږدې سیاره به کومه یوه وي؟ که کومه ورځ انسانان د سپوږمکۍ په وسیله وغواړي، چې سیارو ته وخېژي، تر ټولو لنډ واټن سفر به مو کومې هغې سیارې ته وي؟
که تاسې په شمسي منظومه کې د سیارو پرېوت په سمه توګه وپېژنئ سم لاسي په دې پوهېږئ، چې زهره د ځمکې نږدې ګاونډۍ سیاره ده.
لومړی دا چې زهره ډبرینه سیاره ده او کولی شو، چې د دې سیارې په سطحه ګام کېږدو او دویم دا چې د لمر په چاپېره کې د حیات په زون کې ځای لري او ګرځي.
د حیات زون معنا دا ده، چې یوه سیاره له مورني ستوري مناسب واټن ولري، چې په هغه واټن کې اوبه په مایع شکل موجودې وي. په شمسي منظومه کې ځمکه د حیات زون په مرکز، زهره د حیات زون په د نننۍ څنډه او مریخ بیا د حیات په د باندۍ څنډه کې ځای لري.
زهره دریم هغه ورتوالی چې له ځمکې سره لري، اتموسفیر یې دی. ستوري پېژندونکي په دې باور دي، چې د زهرې سیارې اتموسفیر د ترکیب او د ګازونو د تراکم له اړخه د ځمکې سره یې زیات ورتوالی درلود، خو اوس د زهرې اتموسفیر زیات تراکم لري، نو له همدې کبله ویلی شو، چې زهر د ځمکې ځای ناستې ده.
بله هم د ناهید سیاره ده، چې په غیر عادي نسبتا دایروي مدار کې له لمر نه ۱۰۸ میلیونه کیلومتره (۰،۷۲ ستوریز واحد) په لرې واټن کې د لمر په شاوخوا کې ګرځي. یو ستوریز یا نجومي واحد له لمره تر ځمکې لري والی دی، چې دغه ۱۵۰ میلیونه کیلومتره فاصله ده.
کله چې ناهید سیاره د ځمکې سیارې او د لمر په منځ کې واقع شي، چې دې ته په ستوري پېژندنه کې لاندېنۍ مقارنه ویل کېږي. په دې وخت کې د ناهید سیاره ځمکې ته ډېره نږدې ورځي، چې له ځمکې نه ۴۱ میلیونه کیلومتره فاصله پیدا کوي.
ناهید په هرو ۵۸۴ ځلو کې یو ځل د ځمکې لاندېنۍ مقارینې موقعیت راځي، چې په دې حساب سره تر ټولو نږدې سیاره ځمکې ته شمېرل کېږي. د وخت په تېرېدو سره به ناهید زموږ له پاره ارامه او نږدې سیار وي.
زهر د مریخ په پرتله
ځمکه بل ګاونډی هم لري، چې له ډېر پخوا راهیسې له ځمکې سره نږدې اړیکې لري. د ستورو پېژندونکو په باور او د هغو اسماني کاڼو د مطالعې له مخکې چې ځمکې ته راوړل شوي دي، دا جوتېږي، چې د حیات لومړی تخم په مریخ کې کرل شوی دی او وروسته ځمکې ته کډوال شوي دي، چې د قوي اټکل له مخې موږ مریخیان یو. د بهرام یا مریخ سیارې مدار زیات بیضوي شکله دی او یا له مرکزه د تېښتې حالت لري، چې له لمره یې ټر ټول لرې واټن ۲۴۹ میلیونه کیلومتره او نږدې یې ۲۰۶ میلیونه کیلومتره دی.
بهرام سیاره له عطارد را وروسته د لمر په چاپېره کې تر ټول بیضوي مدار لرونکې سیاره ده.
بهرام سیاره په هرو ۶۸۷ یا ۶۹۹ ورځو کې یو ځل له لمره را ګرځي، د دغه حساب له مخې د مریخ یو کال د ځمکې له دوه کلونو سره برابر دی.
دا چې ځمکه او مریخ دواړه په یوې نږدې واټن کې سره واقع شي، باید دواړه سیارې د لمر په یوې خوا کې وي. په دې معنا چې مریخ باید لمر ته تر ټولو په نږدې فاصله او ځمکې له لمره تر ټول په لرې واټن کې ځای ونیسي.
ستوري پېژندونکي بیا دې حالت ته مقارنه وايي، چې بهرام سیاره په اسمان کې د ځلانده ستوري په شان ښکاریږي او له ناهید او مشتري سیارۍ په دې وخت سیالي کوي. د بهرام سیارې او د ځمکې سیارې تر منځ واټن را کمېږي، د بېلګې په توګه په ۲۰۰۳ م ز کال کې بهرام سیاره ځمکې ته رانږدې شوې وه او له ځمکې نه یې ۵۷میلیونه کیلو متره واټن درلود. دا په تېر ۵۰ کلونو کې د ځمکې او مریخ ترمنځ تر ټولو نږدېتوب وو. د بل ځل له پاره دغه پېښه به ۲۰۱۷۸ یا ۱۸۱۶۲ کلونه وروسته را منځته کېږي.
او په دې وخت به مریخ له ځمکې نه ۷۵،۶ میلیونه کیلو متره واټن ولري.
پوښتنه داده، چې څه د دې لامل شوي، چې بشر خپل ټول پلټونکی ځواک نن او په راتلونکي کې په مریخ یا بهرام سیاري ولګوي. کله چې د زهرې سیارې په سطحه کې ۴۷۰ درجې سوځونکې ګرمي وګورئ، چې سرب یې په ځمکه ویلې کېږي بیا د پوښتنې ځواک روښانه دی.
د اتموسفیر د تراکم، سوځونکې کرمۍ له کبله د دې سیارې مطالعه او څېړنه سخته ده. د انځور اخیستونکي رادار له برکته په وروستیو څو کلونو کې دغه نړۍ موږ ته مشخصه شوه. له دې ټولو سره سره د ځمکې سیارې دغې ګاونډۍ سیارې د نور څېړنو له پاره مدار ګرځېدونکې او په د سیارو په سطحه کې د کېناستلو توان لرونکو سپوږمکۍ لېږل شوي دي.
په لنډه ډول وایي، له ۱۹۶۰م ز کال راهیسې د زهرې او ناهید د مطالعې له پاره زیاتې کارونه شوي دي.
د زهرې په سطحه کې له تاوتریخوال ډک اتموسفیر او سخته سوځونکې ګرمي په نسبت ناهید زموږ له پاره ښه ګاونډی دی. د روسیې، ناسا او هندوستان فضايي اژانسونه په راتلونکي کې پلان لري، چې زهرې سیارې ته سپوږمکۍ ولېږي.
ښايي راتلونکو سلګونو کلونو په اوږدو کې بشر وکولی شی، چې زهرې سیارې ته د کډوالۍ لار پرانیزي، خو تر هغې به د ځمکې په سیارې کې د ژوند له کولو خوند واخلو.
زموږ وېره داده، چې د بشر اقتصادي فعالیتونو د ځمکې به تودوخې اغېز وکړ او ځمکې تودوخه زیاته شوه، ښايي په لرې راتلونکي کې د ناهید په څېر په سوځونکي دوزخ بدله شي.