ډېورنډ کرښې ته څېرمه د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته شوې ده.
د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نن سهار شاوخوا ۸ بجې د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ په جنډو او ښوون غرنۍ سیمو جګړه پیل چې د مازدیګر شاوخوا پنځه بجې درېدلې ده.
ځایي خلک وایي جګړه هغه مهال ونښته چې پاکستانيو ځواکونو له ډېورنډ فرضي کرښې د راوښتو هڅه وکړه چې د امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو له کلک غبرګون سره مخ شول.
د خوست ځای ناستی امنیه قوماندان عبدالحنان ځدراڼ وايي په دې جګړه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې نیول شوي دي.
دی وايي، دغهراز دوه افغان وکړي هم وژل شوي دي. امنیې قوماندان وايي، پاکستان د خپلو پوځیانو د جسدونو لېږد لهپاره څرخکې راپورته کړي خو کوم هوايي برید تراوسه نه دی شوی.
ویل کېږي د جګړې سیمې ته نږدې څو ښوونځي تړل شوي.
دغهراز له خاورې د دفاع او د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار جګړه کې ځایي خلکو هم ګډون کړی دی.
د سیمې اوسېدونکیو سلاموطندار ته وویل، دا څلورم ځل دی چې پاکستاني ځواکونه په سپین سترګۍ د ځاځي میدان په ولسوالي برید کوي او له خپل ټاکلي حده را اوړي او په غبرګون یې ځايي خلک د امنیتي ځواکونو ملا ورتړي او په ګډه سنګرونو ته وردرومي.
د ورکړل شويو ریپوټونو لهمخې پاکستانيو پوځیانو له څو میاشتو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پر له پسې سرغړونو لاس پورې کړی.