پکتیا کې د ځمکې او برېښنا نه‌شتوالي پانګوالو ته ستونزې جوړې کړي

د پکتیا پانګوال او سوداګر وايي، په صنعتي پارک کې د ځمکې او برېښنا نه‌شتوالي د دوی چارې ټکنۍ کړې‌دي.

په ګردېز کې د صابون جوړولو فابريکې مسوول عبدالله خان او د رخت فابريکې مشر محمد صديق وايي، په ګردېز ښار کې د فابريکو په جوړولو په سلګونو زره ډالر لګولي او خپلې فابريکې یې له پاکستانه رالېږدولي؛ خو د برېښنا او مناسب ځای نه‌شتوالي يې د کار د ښه‌والي او پراختيا په مخ کې خنډونه جوړ کړي‌دي.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي چې ډېرو داخلي او ځېنو بهرنيو پانګوالو په‌دې ولايت کې ورسره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له‌پاره اړيکې نيولې دي؛ خو په خبره يې، صنعتي پارک او د برېښنا نه‌شتوالي او خراب امنيتي وضعيت يې د عملي کېدو مخنیوی کوي.

د ده په خبره، په پکتيا کې ۸۰ بېلابېلې فابريکې موجودې دي چې څه د پاسه ۵ ميلیونه امريکايي ډالره ارزښت لري.

خو د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو رييس نقيب‌الله سرحدي وايي چې د بوديجې د نه‌شتوالي له امله د صنعتي پارک د فعالېدو چارې په ټپه ولاړې دي.

پکتيا صنعتي پارک ګردېز ته د ولسمشر غني په وروستي سفر کې افتتاح شو

نوموړی وايي، که پانګوالو ته زمنيه برابره شي؛ د کابو ۳۰ ميليونو ډالرو نورې پانګونې لېوالتيا هم لري.

د پکتيا د برېښنا رييس محمداصف نيازي سلام وطندار ته وويل چې تر اوسه ورته د سوداګري او صنايعو ادارو له‌خوا د پانګوالو د اړتيا وړ برېښنا اندازه نه‌ده ښودل شوې او که دا کار وشي؛ د صنعتي پارک له فعاليدو سره به سملاسي دوی هم لاس په کار شي.

د پکتيا صنعتي پارک له څوو کلونو راهيسې منظور او ګردېز ته د ولسمشر غني په وروستي سفر کې افتتاح شو؛ خو تر اوسه د ۸۰ فابريکو څښتنان د دې صنعتي پارک د ځمکې په نه‌شتوالي کې په کرايه ځايونو کې فعاليت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام