پکتيا کې د ۶ ولسواليو لويه لاره د خلکو پر مخ خلاصه شوه

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل رسنیو ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د لارې خلاصون پر مهال وسله وال مخالفین ځپلي دي.

اتل زیاته کړه، چې په تېرو دوو ورځو کې د هوايي بريدونو تر څنګ په ځمکنيو عملياتو کې له طالبانو شاوخوا سيمې نیول شوي  او ۹ وسله وال وژل شوي.

هغه وايي، چې د احمدخېلو او ميرزکې ولسوالۍ اړوند سيمې د افغان ځواکونو په ولکه کې دي او کوم پلونه، پلچکونه چې ويجاړ شوي د هغوی د رغولو چارې هم پیل شوي دي.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال محمد ايوب رسنيو ته وويل، د لارې له  بنديدو سره سم په پنځو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل شوي، چې پر وینا يې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي له پاره عمليات په کرار، کرار پرمخ ځي.

د لارې د خلاصون پر مهال مسافرو له دولت او وسله والو وغوښتل، چې په لويو لارو کې  خلک و نه ځوروي.

بلال منګل چې له پټان ولسوالۍ د مرکز ګردېز پر لوري روان و سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې تر ډېره د وسله والو طالبانو او دولت تر منځ جګړو کې ولسي وګړي قرباني ورکوي.

یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو د مرکز ګردېز او پټان ولسوالۍ لويه لاره دوه ورځې وړاندې په میرزکې سیمه کې د خلکو په مخ تړلې وه، چې ورسره د پنځو نورو ولسوالیو لارې هم بندې شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام