د کابل د امنیې قومانداني مسوولان وايي، د دغه ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي دوه ساتونکي چې د خورشید ټلوېزیون مسوول مدیر خواجه رفېعالله صدیقي یې وهلیډبولی و، نیولي دي.
د یادې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، د خورشید ټلوېزیون د مسوول مدیر له شکایت وروسته یې د کابل د ولایتي شورا د غړي حاجي فواد صدیقي دوه ساتونکي نیولي او د نوموړي د نیولو هڅې هم روانې دي.
د هغه په وینا، هېڅوک نه شي کولای چې له قانونه وتښتي او دوی مسوول دي چې د قانون له مخې، د خورشید ټلوېزیون د مسوول مدیر شکایت وڅېړي.
د خورشید ټلوېزیون مسوول مدیر رفېع صدیقي پرون ادعا وکړه چې د کابل د ولایتي شورا د غړي فواد صدیقي اوو ساتونکو وهلیډبولی دی.
د نوموړي په وینا، د ولایتي شورا یاد غړی د کورونو په منځ کې لوړپوړیزه ودانۍ جوړوي او د دغه کار لپاره جواز هم نه لري.
هغه وايي، یاده موضوع یې له مسوولانو سره شریکه کړې، خو ځواب یې ترې نه دی اورېدلی او د زورواکۍ په پایله کې دا لانجه وهلوډبولو او شکنجې ته ورسېده.