څه موده مخکې د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د ښځینه زده کوونکیو د ښوونځیو یونفورم د رنګ د بلون له پاره یې طرحه جوړه کړې ده.
د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد له سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې وزارت د ښځینه زده کوونکیو د یونفورم نوی رنګ ناوخته اعلان کړ او له همدې امله یې د یونفورم له پاره نوی ټاکل شوی رنګ عملي کول ۱۳۹۶ ښوونیز کال ته پرېښودل.
د پوهنې وزارت د نوې طرحې له مخې، په ښوونځیو کې د نجونو تور رنګ یونفورم به په روښانه رنګ بدل شي؛ دغه رنګ به د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي او د وزارت له لورې به اعلان شي.
د ښوونځیو له شروع کېدلو یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم د نوي ټاکل شوي رنګ یونفورم طرحه نه ده عملي شوې. دا په داسې حال کې ده، که د یونفورم نوې طرحه پلی شي؛ کورنیو، ګنډونکیو او ځېنو پلورنځیو ته به، چې د نجونو پخواني تور رنګه یونفورمونه لري، اقتصادي زیان ورسېږي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد یعقوب وايي، چې څو کالونه مخکې یې د خپلو لوڼو له پاره د ښوونځي یونفورم جوړ کړی دی او زیاتوي، چې اقتصادي حالت یې ښه نه دی او نه شي کولی، هر کال د ښوونځي نوی ټاکل شوی یونفورم واخلي.
یعقوب له حکومته غواړي، که هره پرېکړه کوي؛ باید لومړی یې اقتصادي اړخونه وارزوي. د ده پر وینا د ټولنې غریبه او بې وسه طبقه د ځېنو مالي بوجونو د زوره نه ده.
د نجونو د ښوونځیو یو یونفورم په منځني ډول ۵۰۰ افغانۍ قیمت لري.
سلیمان د نجونو د ښوونځیو یونفورم جوړونکی دی، نوموړي سلام وطندار ته وویل، که سږکال د نوي یونفورم طرحه پلې شوې وی؛ ده ته ۴۰۰ زره افغانۍ تاوان کولو.
سیلمان وايي، چې سږکال یې ۱۰۰۰ جوړې د ښوونځیو تور رنګ یونفورمونه جوړ کړي دي.
د پوهنې وزارت ویاند وايي، چې نوی یونفورم یې د زده کوونکیو د کورنیو او ارواپوهانو په مشوره بدل کړی دی.
د مجیب مهرداد پر وینا، ولسمشرم ته درې ډوله رنګونه وړاندیز شوي دي، که ولسمشر دغه رنګونه ومني، په ۹۶ ښوونیز کال کې به د نجونو له پاره د یونیفرم نوی رنګ معرفي شي.
له بل لوري د کابل ځېنې اوسېدونکي وايي، چې د ښځنیه زده کوونکیو له پاره د ښاري ناحیو له مخې رنګونه ټاکل کېږي.
د پوهنې وزارت بیا دغه ډول ګومانونه ردوي او وايي، چې د لومړني ښوونځي، منځني ښوونځي او د لېسې دورې له پاره بېل رنګونه ولسمشر ته وړاندیز شوي دي او دغه کار د کابل ښاري ناحیو پورې هېڅ اړه نه لري.
د ښځینه زده کوونکیو د ښوونځیو اوسنی رنګ تور دی.
دغه رنګ تودوخه او خاورې او دوړې جذبوي، چې زیاتې کورنۍ ورنه شکایت کوي او غواړي، چې بل رنګ ته بدل شي.
خو د نوي ښوونیز کال پیل سره د نوي رنګ یونفورم نه اعلانولو خلک اندېښمن کړي دي.