په کابل کې له هرات ولایت څخه راغلو لسګونو اعتراض کوونکو د یوې غونډې پر مهال وویل، چې په ۷۴ ورځو کې دوی هره ورځ د ترورونو او وژنو شاهدان دي.
دوی وايي، چې نور يې د صبر کاسه ډکه شوې او حکومت باید د یادو ستونزو د حل په موخه جدي اقدامات وکړي.
دغو لسګونو هراتي معترضانو د " ولسمشره! ستا د هېواد اقتصادي قطب په وینو کې غرق دی" او " ترور او وژنو ته نه ووايې ! " شعارونه ورکول.
اعتراض کوونکو زیاته کړه، چې دوی د حکومت ټينګ ملاتړي دي او باید دوی ته هم جدي توجه وشي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق نظري وايي که څه هم په هرات کې میليونونه وګړي اوسيږي، خو اوس هم دوی ته په نظام کې د پام وړ حق نه دی ورکړل شوی.
نوموړي زیاته کړه، چې هرات د افغانستان ۳۳ سلنه بودیجه تامينوي، خو په وینا يې د دغه ولایت امنیت ته کمه توجه شوې.
معترضانو حکومت ته خبرداری ورکړ، که د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه و نه شي، نو دوی به د کب ۲۴ مه یوځل بیا تکرار کړي.
دوی د یو پریکړه لیک په خپرولو سره وویل، چې په هرات کې ترور، فقر، اوزګارتیا، د پانګې تېښته، ناامني، سړي تښتونې او نورو پېښو کچه زیاته شوې او باید دغې مسلې ته جدي پاملرنه وشي.
اعتراض کوونکو زیاته کړه، چې د هرات په امنيتي سیستم کېد تغیرات رامنځ ته کېدو ترڅنګ باید د ځواکونو په شمېر او تجهیز کې زیاتوالی راشي.
دوی وايي، چې حکومت باید د سلما بند، تورغونډي، هرات ـ بادغیس، د هرات ـ اسلام کلا لویې لارې د امنیت په ټينګښت کې خپلې جدي هڅې وکړي.
اعتراض کوونکو همدارنګه پر ځينو دولتي چارواکو تور پورې کړ، چې په اداري فساد کې لاس لري.
هرات د افغانستان یو له لویو ولایتونو ګڼل کيږي، چې په دې وروستيو کې د سړي تښتونو او وژنو پېښې په کې زیاتې شوې دي.
د اعتراض کوونکو پر وینا، په تېرو دوو میاشتو کې یوازې د دغه ولایت په مرکز کې ۱۶ د سړي تښتونو پېښې ثبت شوې دي.