په درېیو اوونیو کې د کندوز ولایت له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۴ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.
د کندوز ولایت د کډوالو چارو ریاست د بېړنیو پېښو سره د مبارزې څانګې مسوولین وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله د دې ولایت له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۴ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.
د دوی په خبره، دغه کورنۍ د کندوز ښار شمالي برخې له ۸ کلیو، د کندوز ـ تخار لويې لارې په اوږدو کې له مېشتو کلیو او له کلایزال ولسوالۍ نسبي امنو سیمو ته کډه شوي دي.
په کندوز کې د کډوالو چارو ریاست د بېړنیو پېښو سره د مبارزې څانګې امر محمد یوسف خدام سلام وطندار ته وویل، چې کډوال شوي په بد حالت کې اوسېږي او تراوسه هېڅ مرسته ورسره شوې نه ده.
د خدام په خبره، تراوسه یې ۱۰۰۰ کورنۍ سروې کړي، چې مرستندویه بنسټونه به ډېر ژر ورسره نقدي، د خوراکي او ناخوراکي توکو مرستې وکړي.
محمد یوسف خدام وايي، یو شمېر بېځایه شوي د خپلو، خپلوانو په کورنیو او نور هغه یې په کرایي کورنو کې اوسېږي.
دغه راز بېځایه شوې کورنۍ د خوراکي توکو او سرپنا له نهشتوالي شکایت کوي.
د نظرمحمد په نوم یو کس وویل، له کلایزال ولسوالۍ بېځایه شوی، د اوبو او ډوډۍ له نهشتوالي سره مخ دي.
د کندوز ولایت د ملرغي کلي یو تن بېځایه شوی محمد انور وايي، نه یوازې خوراکي توکي؛ بلکې کوچنیان یې د اغوستلو کالي هم نه لري.
دغه بېځایه شوي له امنیتي چارواکو غواړي، د طالبانو نابودلو لهپاره دې عملیات وکړي ترڅو خپلو مېنو ته ورستانه شي.
د کندوز ولایت د پولیسو امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي وايي، ډېر ژر به د وسله والو طالبانو ورکولو لهپاره عملیات پیل کړي.