د ارغنداب دريايي حوزې ریيس شېر محمد عطايي نن سهشنبه سلام وطندار ته وویل، چې له تېر یو کال راهیسې د ظاهرشاهي کانال (لویې ویالې) اوبو ۵۱ تنه وژلي دي.
د ده پر وینا، په تېر کال کې ۴۳ او په سږ کال کې تر دې مهاله ۸ کسانو په ويالو او لويو کانالو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په خبره، د کورنیو لهخوا خپلو اولادونو ته نه پاملرنه، د ځوانانو بېپامي او د لامبو نه زدهکړه هغه څه دي، چې هر کال په لسګونو ځوانان، تنکي ځوانان او د پاخه عمر کسان اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کندهار ظاهرشاهي کانال نږدې ۵۰ کاله مخکې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي او تخنیکي مرسته د اوو ولسوالیو د خړوبېدو په موخه جوړ شویدی.