په کابل کې د کډوالو له نړیوالې ادارې سره د جاپان ۹ میلیونه ډالره مرسته

جاپان په کابل کې د کډوالو له نړیوالې ادارې یا IOM سره ۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

په کابل کې د جاپان سفارت شاژدافیر تاکاهاشي یوشیاکي نن په کابل کې د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل، دا پیسې به د طبیعي پېښو له کبله د رامنځته کېدونکیو ګواښونو د کموالي، د اوبو رسونې سېسټم د جوړولو، عامه پوهاوي، د زېربناوو جوړولو، د اوبو د سرچینو مدیریت او د سېلابونو د مخنیوي په برخه کې ولګول شوي.

نوموړی وايي، افغانستان د وچکالۍ، زلزلې او ځمکې ښویېدنې په برخه کې له ګواښ سره د مخ هېوادونو له ډلې یو دی چې هر کال د زرګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د کډوالۍ نړیوال ادارې مسووله فاطمه نصرت غزلي وايي، ټاکل شوې یادې پیسې په ۲۰ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله پر ۵۷ زیانمنو سیمو او په راتلونکیو درېوو کلونو کې پر ۳۵۰ زره زیانمنو ولګېږي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب‌اقا فهیم وايي، د دې پروژې په پلي کولو سره به د طبیعي پېښو له کبله شته ګواښونه کم او ظرفیت به لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، هر کال ۲۵۰ زره افغانان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام