د افغانستان د سواد زدهکړې معینت د دا ډول علمي غونډو جوړول، په هېواد کې د لومړنیو ښونیزو خدمتونو په تړاو ګټور ګام بولي.
د پوهنې وزارت د سودا زدهکړې معین سردار محمد رحیمي نن دوشنبې په کابل کې د سودا زدهکړو د نویو کتابونو د عملی کولو په لومړۍ علمي غونډه کې وویل، چې د دا ډول غونډو جوړول په هېواد کې د سواد زدهکړو پروګرامونه اغېزمنولی او د بریالیتوب تر کچې رسولی شي.
د رحیمي پر وینا دوی په ۲۰۱۷ کال کې د سواد زدهکړو نوي کتابونه په نړیوالو معیارونو برابر جوړ کړيدي او پهدې علمي غونډه کې هڅه کېږي، چې د سواد زدهکړو استادانو ته په ساده ژبه د دې کتابونو ځانګړتیاوې بیان کړی شي.
د پوهنې وزارت د سودا زدهکړې د معین په خبره، که چېرې د سواد زدهکړو په نویو کتابونو سره په معیاري ډول زدهکړې ورکړل شي؛ دسواد زدهکړې زدهکوونکي ډېر ژر لیکل او لوستل زدهکولی شي.
نوموړي زیاته کړه، د سواد زدهکړو نوی پروګرام د سیمهییزو چارواکیو او ولایتونو د اوسېدونکیو له لوري پلې کېږي او دوی به یوازې د دې بهیر څارنه کوي.