په ښارونو کې د ترور پېښو افغانان اندېښمن کړي دي

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي د ترور هڅه، د افغان سوداګر حاجي نوروز عطايي وژل او په هرات کې پر ۷ تنو افغانانو بریدکول په ښارونو کې د ترور زیاتېدو پېښو افغانان اندېښمن کړي دي.

احمد سعیدي د کابل په شهرنو سیمه کې د تېرې سه شنبې په ورځ د وسله والو کسانو د ګولۍ ویشتلو په پایله کې ټپي شو او حاجې نورزو عطايي په هماغه ورځ په خپل کور کې د چاړه په وسیله ووژل شو.

سعیدي وايي، په ده د برید عاملین په حکومت کې د ننه د "ستون پنجم" ډلې کسان دي، خو د عطايي د ترور کسان لا هم معلوم نه دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په کابل کې وروستیو ترور پېښو عاملین د "ترهګرو ډولو سره د یوځای شویو شبکو" کار بولي او وايي، چې پولیس د دغو شبکو د نیولو په لټه کې دي او زیاته یې کړه، چې په سعیدي تر برید وروسته یې د دغو شبکو ۲۵ تنه نیولي دي.

دی وايي، چې دغو ډلو په کابل او هرات ولایتونو کې د دوی بریدونه ورته والی لري.

په کابل کې دغه ډول بریدونه مخینه نه لري، خو د هېواد په لویدیځ ولایت هرات کې دا ډول زرګونه پېښې تر سره شوي دي، چې سیاسي، ټولنیز شخصیتونه او سوداګر یې ترور کړي دي.

د سلام وطندار د راپورونو له مخې په تېرو ۱۴ ورځو کې په هرات ولایت کې ۷ تنه ترور شوي دي، چې د ترور شویو کسانو له ډلې ۴ تنه مړه شوي دي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی لطیف نظري وايي، چې دغه ترورونه د ځنځیري ترورونو سره اړیکې لري او دښمنان په دې کار سره غواړي، چې د افغانانو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي.

د ده، په باور د ترور پلانونه له هېواده د باندې جوړیږي او هغه کسان ترور کوي، چې د حقیقتونو څخه پرده پورته کوي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنې فعالانو نن ورځ (پنجشنبه) په یوې خبري غونډه د ترور کلتور د له منځه وړلو غوښتنه وکړه او د حکومت څخه یې غوښتل، چې په امنیتي پلانونو کې دې د وروستیو ترورنو عاملین په نښه کړي او پرته د ځنډ نه دې محاکمه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام