د دغه ولايت یو شمېر سیمه ییز مسوولین او اوسېدونکي، د تخنيکو اسانتياوو د نشتوالي ترڅنګ ځينې کلتوري مسلې په یاد ولايت کې له زده کړو څخه د نجونو د محرومېدو لامل بولي.
د پکتيکا د پوهنې ریيس کوچی ځاځی وايي، چې په دغه ولايت کې زده کوونکې نجونې نه شي کولی په ډاډه زړه ښوونځيو ته لاړې شي.
هغه له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې د پکتيکا يواځې ۱۵ سلنه نجونو ته د لومړنيو زده کړو زمينه برابره شوې، خو زياتوي، چې شاوخوا ۸۵سلنه نجونې له ناڅرګند برخليک سره مخ دي.
دوی وايي، چې د مرکز ښرنې په ګډون په ولسواليو کې د نجونو زده کوونکو له پاره ښوونځي ودانۍ نه لري او له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د پکتيکا د يحيا خيلو د پړاو کلي اوسيدونکی ښايسته جان وايي، دلته خلک غواړي چې نجونې زده کړې وکړي، خو د امکاناتو نشتوالي دغه بهير له خنډ سره مخ کړی.
هغه زیاته کړه، چې " موږه ښوونځي لرو، خو ودانۍ نه لري" نو له همدې له امله زده کوونکي د زده کړې پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ وي.
په پکتيکا کې نجونې زده کوونکې دا مني، چې د کلتوري ستونزو له امله پلرونو خپلې لوڼې د لوست لپاره ښوونځيو ته نه ليږي، خو وايي، چې اوس په تعلمي برخه کې د کورنيو ذهنيونو بدل شوي او غواړي اولادونه یې زده کړې وکړي.
نرګس وايي، چې اوس هم ځينې کورنۍ د ناامنیو او نورو لاملونو له امله نه شي کولی، چې په ډاډه زړه سره خپلې لوڼې ښوونځيو ته د زده کړو له پاره پريږدي.
د پکتيکا د پوهنې ریيس زیاتوي، چې ځينې کورنۍ خپلې نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه پرېږدي.
هغه يې یو لامل د ښځينه ښوونکو کموالی بولي.
د پکتيکا والي امين الله شارق، چې د ولسي خلکو يوې غونډې ته يې خبرې کولې، په دې اړه له ځايي چارواکو سربېره پر ولسي خلکو د ناغيړۍ پړه واچوله.
شارق وویل "د پکتيکا قومي مشران د پوهنې په برخه کې ناغيړي کوي" او زیاتوي، چې په دې برخه کې دې د خپلو سيمو سمه څارنه وکړي.
پکتيکا ټول ټال څه باندې ۳۰۰ ښوونځي لري، چې يوازې ۲۱ یې د نجونو دي او شاوخوا ۳۰ زره نجونې په کې لومړنۍ زده کړې کوي.