
د پرمختیا او هوساینې نړۍوال مرستندویه سازمان نن پروان کې له کډوالۍ څخه بیرته راستنو شویو، بېوزلو او بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو کولو بهیر پیل کړ.
د دغه سازمان مسوولانو په وینا، دا مرستې په راتلونکیو وروځو کې په درېیوو پړاوونو کې د پروان مرکز او د بګرام، سیدخېل، جبلسراج او سالنګ ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورنیو ته وېشل کېږي.
پهدې موادو کې وړه، وریجې، غوړي، بوره او لوبیا شامل دي.
د پرمختیا او هوساینې نړۍوال مرستندویه سازمان استازي قاهر الزمان شرافت وویل، دغه مرستې د دوی د فعالیتونو یوه برخه ده او په پام کې لري چې راتلونکې کې د جوماتونو، مدرسو او روزنتونونو رغولو او د بېسرپرسته مېرمنو لاسنیوي په برخه کې هم مرستې وکړي.
د پروان والي فضلالدین عیار وايي، د تېرو په کلونو نښتو کې پروان او د دې ولایت اوسېدونکیو ته وارد شویو زیانونو ته په پام، دغه مرستې بسنه نهکوي.

ښاغلی عیار هیله څرګندوي چې دا او نور مرستندویه بنسټونه باید پهدې ولایت کې د ښوونځيو او کلینیکونو رغولو او د څاګانو کیندلو ته پام ډېر کړي؛ ځکه چې دې ولایت ډېر زیان لیدلی دی.
هغه کورنۍ چې مرسته ورسره شوې؛ دغه ګام ستایي او وايي، که څه هم دغه خوراکي توکي بسنه نهکوي؛ خو د هغوی د ستونزو یوه برخه حلولی شي.
دغه مرستې د پروان د کډوالو او بېرتهراستنېدونکیو چارو ریاست په همغږۍ وېشل کېږي.
د دې ریاست د مسوولانو په خبره، دا مهال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه شاوخوا ۳۰ زره بېځایه شویو پروان ته پناه وړې ده چې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.