د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له نن (دوشنبې) ګهیځ راهیسې د دې ولایت په ادرسکن او پشتون زرغون ولسوالیو کې د ملارسول او ملا هبت الله د پلویانو تر منځ جګړه روانه ده.
د فرهاد په وینا، د کشفي ځواکونو د راپورونو له مخې په روانه نښته کې د طالبانو د نوي مشر ملا هبت الله د ډلې ۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۶تنه یې ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند زیاتوي، چې په دې نښته کې د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر د ملا رسول مشهور قوماندان ملا منان نیازي د ډلې ۱۱ تنه مړه او ټپیان دي.
دی وايي، ښايي، چې د نښتې دوام به د دواړو خواوو د تلفاتو شمېر زیات کړي.
په ورته وخت کې د هرات د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي وايي، چې امنیتي ځواکونه د جګړې سیمې ته لېږل شوي دي، تر څو دواړه ډلې وځپي.