
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، چې له پولیو واکسینه د محروم پاتې شویو ماشومانو په شمېر کې د کموالي رامنځته کېدو اندازه ورته په وروستي کمپاین کې معلومه شوې.
د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال نن ورځ (پنج شنبه) په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین په اړ جوړې شوې غونډه کې وویل، چې درې میاشتې مخکې په دې ولایت کې ۷۵ زره ماشومان له پولیو واکسین کولو پاتې شوي وو.
کاموال وايي، چې د پولیو واکسین په تېر ځل کمپاین کې له واکسینه د محرومو پاتې شویو ماشومانو شمېره ۱۳زره ماشومانو ته راټېټه شوې ده.
ډاکتر نجیب الله کامه وال وویل، په پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې د روانو جګړو له امله یو شمېر سیمو ته روغتیايي کارکوونکي نه شي ورتللی، چې له امله یې په دغو ولسوالیو کې ګڼ ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.
په غونډه کې د ننګرهار د حج او اوقافو رییس اوبو ظاهر حقاني وویل، له دین ناخبره عالمان په خپلو غلطو تبلیغاتو او ویناوو خلک له پولیو واکسین کولو زړه تورن کوي.
حقاني وايي، د ټولو ولسوالیو دیني عالمانو ته یې د رسمي مکتبونو له لارې لارښوونه کړې، چې په خپلو خطبو کې د پولیو ضد واکسین ارزښت او تطبیق له پاره خلک پوه کړي.
په دې غونډه کې د هېواد نوموتي دیني عالم سمیع الله ریحان وویل، ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کول د اسلام له نظره هېڅ ستونزه نه لري او هر څوک چې د پولیو ضد واکسین پر خلاف فتواوې ورکوي، هغه سیاسي موخې لري.
مولوي ریحان وايي، د نړۍ ټولو لویو دیني مرکزونو پرېکړه کړې، چې د پولیو ضد واکسین دې ماشومانو ته ورکړل شي.