د ننګرهار یو خصوصي روغتون ته وړمه شپه د پنځلسو او شلو کلونو په عمرونو دوه ځوانان وروړل شوي وو چې تناسلي الې یې غوڅې شوې وې.
د باختر په نوم د خصوصي روغتون یو ډاکتر د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته ویلي، دغه کسان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند له یوې سیمې دغه روغتون ته وروړل شوي وو.
دا روغتیاپال وايي، د دوی په روغتون کې تر لومړي پانسمان وروسته یاد کسان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
اخوا د جلالاباد د حوزوي روغتون یو ډاکتر رفیعالله امین وايي، وړمه شپه دوه ځوانان داسې مهال حوزوي روغتون ته ور وړل شوي وو چې تناسلي الې یې پرې شوې وې.
ډاکټر امین وايي، د دغو ځوانانو علاج ننګرهار کې ناممکن و؛ نو د کورنۍ د غړیو په خوښه پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي. امین په دې اړه زیات جزیات ورنهکړل.
تراوسه د پېښې اصلي ځای او د پېښې څرنګوالي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.
د ننګرهار ولایتي اداره او په ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دغو ځوانانو له کرونیو سره خبرې وکړو؛ خو ونهتوانېدو.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي معلومات ښيي چې دغو ځوانانو د شپې مهال د خپل کاکا پر لور د جنسي تېري هڅه کوله، چې د جنۍ د کورنۍ له لوري یې تناسلي الې غوڅې شوې دي.
له دې وړاندې په ختیځ کې د کورني تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه لیدل شوي؛ خو دا په خپل ذات کې نادره او لومړنۍ پېښه ده.