په ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د ګډې مبارزې په موخه جوړې شوې غونډه کې د دې ولایت والي محمد ګلاب منګل وویل، څو کاله وړاندې په ننګرهار کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی و، خو اوس د کوکنارو کښت ۴۳ سلنه ته لوړ شوی دی.
محمد ګلاب منګل وايي، چې د ناامنۍ زیاتېدل د نشه یي توکو پر کښت نیغ په نیغه اغیز لري، ترڅو په سیمه کې د امنیت له پلوه ډاډمنه فضا رامنځته شوې نه وي، د کوکنارو کر په سلنه کې د کمښت تمه هم نه کېږي.
د ننګرهار والي وویل، اوس د کوکنارو کروند ګرو ته د پخوا په څېر مستقیم بدیل نه ورکول کېږي، بلکې په هغو سیمو کې چې کوکنار نه کرل کېږي، یو شمېر ټولګټې پروژې پلې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، په ننګرهار کې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې یو شمېر زورواکي هم لاس لري، خو دی به یې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
په دغه غونډه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې وزېرې سلامت عظیمي، د کونړ او لغمان یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی وو، چې د مخدره توکو سره د ګډې مبارزې او د کوکنارو کښت د مخنیوي په لارو چارو خبرې وشوې.
د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، کوکنار زیاتره په هغو سیمو کې کرل کېږي، چې امنیتي ارګانونه ورته لاس رسی نه لري.
مېرمن عظیمي د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو له چارواکو سره هغه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل، چې له مخې به یې دغه درې ولایتونه د نشه یي توکو سره د مبارزې له وزارت سره په ګډه د مخدره موادو پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کې به ټول پروګرامونه پلي کوي.
د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته د عمل پلان په نوم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې یوه تګلاره جوړه شوې، چې له مخې یې په دولتي او ولسي کچه د نشه يي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه کېږي.
د ننګرهار ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې ریاست د معالوماتو له مخې تېر کال په دغه ولایت کې پر ۱۰ زره او ۱۶ هکټاره او سږ کال بیا پر ۱۴ زره او ۳۴۳هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.