د میدان وردګو ولایت ځېنې اوسېدونکي شکایت کوي، چې له یوې اونۍ راهیسې د دغه ولایت امنیې قومندانۍ د پاسپورټونو ورکولو مدیریت د خلکو پر مخ تړل شوی دی.
پاسپورټ اخیستونکو سلام وطندار سره په مرکو کې وویل، شاوخوا ۲زره کسانو د پاسپورټونو اخیستلو له پاره خپلې غوښتن پاڼې دغه مدیرت ته سپارلي دي.
دوی وايي، چې د امنیې قومندانۍ د پاسپورټونو مدیریت یواځې د پېژندګلوۍ او بډو پر بنسټ خلکو ته پاسپورټونه ورکړي دي.
عصمت الله چې د وردګو ولایت اوسېدونکی دی.
ده سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، له یوې اونۍ راهیسې هر سهال د امنیې قومندانۍ پاسپورټونو مدیریت ته ځي را ځي تر اوسه یې پاسپورټ نه دی ورکړی.
عصمت وايي، په کور کې ناروغ لري او غواړي، چې هند ته یې د درمنلې له پاره یو سي.
حکمت الله یو بل تن پاسپورټ اخیستونکی دی، نوموړی د پاسپورټ له مدیریت نه شکایت کوي او وايي، چې له څو ورځو راهیسې دغه مدیریت ته راځي خو کار یې نه کیږي.
د میدان وردګو ولایتي شورا غړي په دې اړه وايي، چې د پاسپورټ اخیستلو په برخه کې د خلکو شکایتونه دوی ته رارسېدلي دي.
په ورته وخت کې د امنیې قومندانۍ مسولین وايي، چې د پاسپورټ غوښتوونکو شمېر زیات شوی دی او له همدې کبله د پاسپورټ په اخیستلو کې ځنډ کیږي.
دوی وايي، چې په کابل کې هم د پاسپورټ اخیستل دوه اونۍ وخت اخلي .
له بل لوري د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی د پاسپورټ په مدیریت کې ستونزې مني؛ خو د بډو اخیستلو مسله رد وي.
نوموړی وايي، چې د میدان وردګو والي د دغې ستونزې د حل له پاره د وردګو او کابل د پاسپورټ له څانګو سره خبرې کړي دي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.
په میدان وردګو ولایت کې پاسپورټ اخیستونکي ډېر ناروغان او هغه شمېر تنکي ځوانان دي، چې په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي.