په لښګرګاه کې سلګونه امریکايي ځواکونه ځای پرځای شول

د هلمند د والي وياند عمرځواک سلام وطندار ته وویل، چې تېره یکشنبه (۲۱اګسټ) شپه مهال زیات شمېر امریکايي سرتیري ددغه ولایت مرکز لښکرګاه "بست" هوايي ډګر کې د سپکو، درنو وسلو او نورو تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي دي.

ځواک وايي، چې د دې سرتېرو کره شمېر نه دی معلوم، خو تر اوږدې مودې پورې به هلته پاتې او د اړتیا پرمهال په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې به د افغان ځواکونو سره یو ځای پوځي بریدونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا سرتيري به د لښکرګاه ښار د ساتنې ترڅنګ د هلمند په نورو سيمو کې د امنيت د ټينګښت له پاره جدي تدابیر لري.

بلخوا د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخندزاده بيا وايي، چې لا پخوا د هلمند په دوه پوځي اډو کې د امریکايي سرتېرو د موجودیت سره سره ددې ولایت ۲ ولسوالۍ موسی کلا او نوزاد د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوې.

اخندزاده وايي، چې امریکايانو په لوړ شمیر راتګ به ددې ولایت له امنیت سره مرسته و نه شي کړای.

هغه ټېنګار کوي، چې په هلمند کې د امريکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو سره به د افغان ځواکونو په لیکو کې اصلاحات رامنځ ته شي.

دی همدا ډول زیاتوي، چې د جګړې پر رهبرۍ باندې دې هم له سره غور وشي.

تیرو ۲ شپو راهیسې په امریکایي "اپاچي" او جیټ الوتکو سربیره ډرون الوتکې د هلمند د لښکرګاه او شاوخواسیمې له فضا څاري، چې د وسله والو په جګړه کې یې هم اغیز کړی اوغلچکي بریدونه غلي شوي دي.

که څه هم کومې رسمي سرچېنې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ځينو سرچینو د معلوماتو له مخې همدا اوس ۳۰۰ امريکايي سرتيري په بست هوايي ډګر کې ځای پرځای شوي او ډیر نور یې بیا په نورو سیمو کې پرمیشت کیدو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام