په لوګر کې ځېنې ښوونکي د افغان ځواکونو پر ضد جنګېږي

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په‌دې ولایت کې لسګونه ښوونکي د وسله‌والو مخالفانو په ليکو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

د لوګر د ولایت مقام وياند سليم صالح سلام وطندار ته وویل، په‌دې ولایت کې ځېنې ښوونکي شته، چې نيمه ورځ له دوی سره کار کوي او نيمه ورځ بيا له طالبانو سره يوځای د دولت پر وړاندې مورچه کې ناست وي.

 صالح ويلي، چې د لوګر د مرکز پل علم اړوند په پادخاب شانه سيمه کې دوه طالبان وژل شوي، چې يو يې د عثمانيه په نوم د يوې لېسې ښوونکی و.

ځايي اوسېدونکیو هم وايي، چې د دوی په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

دوی زیاتوي، چې په جګړه کې څلورو تنو ته مرګ و ژوبله اوښتې، چې يو يې د ښوونځي ښوونکی دی.

د لوګر د پوهنې رياست مسوولانو سره له‌دې چې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د يو برحاله ښوونکي وژل کېدا تایيد کړل؛ خو د سليم صالح د دې ادعا په اړه يې، څه ونه ویل، چې ګوندې ډېری ښوونکي د طالبانو په ليکو کې د دولت پر ضد جګړه کوي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونو پر يو کور عمليات وکړل، چې د يو وسله‌وال ښوونکي په ګډون په‌کې څو تنه ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام