
په لوګر ولایت کې سلګونو ښوونکو له دې امله کاري اعتصاب کړی چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې ورته معاشونه نهدي ورکړل شوي.
دغو ښوونکو سلاموطندار ته وویل، چې د لوګر پوهنې ریاست په یوه او بله پلمه يې تیر باسي او میاشتنۍ تنخواوې ورته په وخت نه ورکوي.
د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو يو استازي نور الرحمن رحماني وويل، چې د دغې ولسوالۍ شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونکو له دې امله خپلو دندو ته نه ورځي، چې د دولت لهخوا ورته د تیرو څو میاشتو معاشونه ځنډول شوي.
« زمونږ میاشتنۍ تنخواګاني همیشه ځنډيږي دا ځل مو د حمل میاشتې راهیسې خپله تنخوا نده ترلاسه کړې والي ته ورشو وایي چې خپله ستونزه له ولسوال سره شریکه کړې ولسوال وایي چې دغه ستونزه له ریس سره شریکه کړي.»
رحماني زياته کړه، که چیرې د لوګر ولایتي اداره یې ستونزه هواره نهکړي ترهغه به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.
د محمداغې د دهنو ښوونځې یوه ښوونکې خواجه نورالحق وویل، چې نن سهار یې ښوونځي د زدهکوونکو پرمخ تړلي خبرداری يې ورکړ، ترهغه به تدریس پيل نهکړي، چې دولت ورته د تېرو میاشتو معاشونه نهوي ورکړی.
له بل لوري بیا د لوګر ولايت د پوهنې ريیس محمد اکبر ستانکزي سلام وطندار سره د خبرو پرمهال د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو دغه ستونزه ومنله؛ خو د ژر تر ژره حلیدو لهپاره یې ټینګار وکړ.

هغه زياته کړه، میاشتنۍ تنخوا د ښوونکو قانوني حق دی او دغه ستونزه د تخنیکي ستونزو له کبله را پورته شوې او په را روانو دوو ورځو کې به یې په بشپړه توګه هواره کړي.
لوګر پلازمینې کابل ته څيرمه پروت ولایت دی، چې په ۲۶۴ ښوونیزو مرکزونو کې ۱۴۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د استادانو په وخت معاشونو ستونزو سره ـ سره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو استادان له مختلفو ستونزو سره مخ دي.
پر دوی د دولتي نومرو نهویش يې یوه بله لویه ستونزه ده، چې زیاترو يې په غبرګون کاري اعتصابونه کړي.
یاده دې وي، چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس په ټول افغانستان کې څه باندې ٢٢٠زره ښوونکي په ١٧زرو ښوونځيو کې څه باندې ٩ ميليونو زده کوونکو ته چې ٤٢ سلنه يې ښځينه زده کونکې دي، په تدريس بوخت دي.