
د افغانستان د کلیو پراختیا او بیاروغونې له خوا د لوګر په بېلابېلو برخو کې د ۱۶ کانالونو د جوړېدا له چارو سره جوخت به ۶۰ زرو کسانو ته کاري موکې برابرې شي.
د افغانستان د کلیو پراختیا او بیاروغونې وزیر نصیراحمد د روانۍ لوګر کې خبریالانو ته وویل، دا ۱۶ کانالونه چې ۳۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د نړیوالې ټولنې له پراختیايي بودیجې د ۲۸۶ میلونه افغانیو په مالي لګښت په یو کال کې په پاخه او اساسې ډول رغول کېږي.
د دراني په وینا، په دې پروژو سره د لوګر ۶۰ زرو کسانو ته کار پيدا شي.
درواني زیاته کړه، چې د دغو کانالونو په روغولو سره به د لوګر د کرنې ۱۵ سلنه اوبه اضافه او د بزګرانو په کرنې او اقتصادي ودې په مستقیم او غیرمستقیم ډول اغېز وکړي.
د ده په وینا، له دې پروژې سره به د لوګر ولایت ډېر پلونه، پلچکونه او همدارنګه دهنې هم په پاخه ډول سره وروغول شي.

په ورته وخت کې د لوګر والي محمد حلیم فداييپه همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې خبریالانو ته وویل، چې د دغو ۱۶ کانالونو په اساسي رغونه کې به ۱۵ زره مسلکي او ۵۵ زره غیرمسلکې کسانو ته د یو کال لپاره د کار زمینه برابره شې.
د لوګر والي بیا په ټینګار سره د امنیت په ټينګښت او د اوزګارتیا د له منځه وړلو په برخه کې د دې پروژي پلي کېدل ګټور کار بولي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي، چې د ۱۶ کانالونو په روغونه کې به د کرنې د ودې تر څنګ زرګونه اوزګار کسان په دندو شي.