په فاریاب کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ د نښتې له امله ۵ تنه وژل شوي

 

د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ د نښتې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د عيني شاهدانو په وینا دغه نښته د قیصار ولسوالۍ د پولیسو قوماندان نظام الدین قیصاري او په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي او د سیمه ییزو پولیسو قوماندان فتح الله قیصاري ترمنځ د یادې ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې.

فتح الله قیصاري بیا وايي، چې دغه جګړه د کاکا زامنو ترمنځ و او دغه موضوع د سیمه ییزو پولیسو پورې هیڅ اړه نه لري.

د هغه پر وینا، قیصاري عبدالرحمان او نور محمد دواړه د قیصار د قوماندانۍ د پولیسو په تشکیل کې دنده لري.

د قیصار ولسوال رحمت الله قیصاري سلام وطندار ته وویل، چې دغه د تره زامن له ډېر وخت راهیسې کورنۍ ستونزې درلودې.

قیصاري وايي، چې نور محمد له لانجو وروسته د خپل تره زوی سره د پولیسو لیکو ته ورځي او د عبدالرحمان سره د مخامخ کېدو له پاره شېبې شماري او هماغه و، چې نن د ولسوالۍ په بازار کې سره مخامخ شول.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس هم وايي، چې دوی ته ۵ مړي او ۷ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي، په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي، چې صحي وضعیت يې ښه دی.

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ امنیتي امر د پېښې د تاید ترڅنګ وايي، چې جګړه د سیمه ییزو او ملي پولیسو ترمنځ رامنځ ته شوې.

خو هغه بیا وايي، چې په دغه نښته کې ۲ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

هڅه مو وکړه، چې د پېښې په اړه د نظام الدین قیصاري نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام