د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې دا نښته تېره ورځ ناوخته مهال د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې پيل شوه او د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ، چې د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظامالدین قیصاري د زوی په ګډون په کې د جنبش ګوند او اسلامي جمعیت ګوند دوه ـ دوه تنه ووژل شول.
په دې نښته کې د ۸ پولیسو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
د فاریاب د امنیې قوماندان ویاند عبدالکریم یورش وايي، چې دا نښته د اسلامي جمعیت ګوند غړي د امنیې قوماندانۍ د تروریزم د مدیر احمد شاه ملنګ او د ملي جنش ګوند غړي او د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظامالدین قیصاري ترمنځ په میمنې ښار کې شوې، چې ۱۲ ساعته یې دوام کړی دی.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، چې تر اوسه د دې ګوند د غړیو ترمنځ د نښتې اصلي علت نه دی معلوم؛ خو د فاریاب د امنیې قوماندانۍ لومړني معلومات ښيي، چې د ملي جنبش ګوند څو تنه ځوانان غړي د میمنې ښار لومړۍ ناحیې «دمقول» سیمې ته د تفریح لهپاره تللي وو، چې د شپې تر ناوخته یې ډزې کولې.
هغه وویل، چې د «دمقول دښتې» په نامه سیمه کې د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د تروریزم د مدیر کور دی؛ خو کله چې د احمد شاه ملنګ د ساتونکیو د ملي جنبش غړي د هوايي ډزو نه منع کول؛ هغوی ونه منل او نښته رامنځته شوه.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه د ملي جنبش او اسلامي جمعیت ګوند ترمنځ د نښتې پر مهال د نښتې د درولو پهپار رسېدلي وو؛ خو نښتې دوام وموند او مرګ ژوبله یې زیاته کړه.
په ورته وخت کې د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظامالدین قیصاري سلام وطندار ته وویل، چې زوی یې دمقول سیمې ته د تفریح لهپاره تللی و، چې د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د تروریزم مدیر احمد شاه ملنګ له لوري ووژل شو.
قیصاري خبرداری ورکړ، که حکومت د یکشنبې ورځې تر مازیګر د ده د زوی قاتل ور ونهسپاري؛ بیا به نښتې پیل کړي.
په همدې حال کې د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د ترویزم مدیر احمد شاه ملنګ وايي، ناوخته مهال له دندې نه د کور پر لور روان و، چې ناڅاپه یې په موټر ډزې وشوې او په پایله کې یې دوه ساتونکي ووژل شول.
د ده په خبره، له هغې وروسته د نظامالدین قیصاري کسانو له دولتي تجهیزاتو سره د دوی په کور برید وکړ او د دوی د کورنۍ ۳ تنه غړي یې له ځان سره یوړل.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، چې د موضوع د حل لهپاره د دواړو خواوو سپینږیري رامنځګړي شوي دي.
له دې هر څه سره د سیمې اوسېدونکي وايي، چې په نښته کې دواړو خواوو د افغان امنیتي ځواکونو له وسلو ګټنه کړې ده.
امنیتي مسوولان هم د ملي جنبش او اسلامي جمعیت ګوند له لوري د دولتي وسلو د کارولو خبره تاییدوي.
له دې مخکې هم په ځلونو ـ ځلونو د دواړو ګوندونو ترمنځ په بېلابېلو موضوعاتو نښتې شوې دي.