په فاریاب ولایت کې یوې پېغلې په مرموز ډول ځان وژنه کړې

د مدینې په نوم یوې ۱۷ کلنې پېغلې چې کورنۍ یې ورته د افسون نوم اخیسته تېره شپه ځان وژنه کړې.

د دې د خپلوانو په خبره، د تل په څېر یې ماښام له کورنۍ سره په ګډ دسترخوان ډوډۍ وخوړله او د خپلې خوښې تلویزیوني خپرونه یې وکتله او بیا د خوب خونې ته ولاړه.

د مدینې کورنۍ وايي، ګهیځ یې د دې مړ جسد موندلو، چې له خولې او پوزې یې وینه تللې وه.

د دې نجلۍ د کورنۍ یوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې نوموړې په یو هلک مینه وه او پلار یې د دوی د کوژدې کولو سره مخالفت ښودلی و.

دغه سرچینه وايي، افسون د خپل پلار د مخالفت له امله د زهرو په خوړلو ځان وژنه کړې.

د ځان وژنې دغه پېښه د فاریاب ولایت میمنې ښار په خواجه ګذر سیمه پېښه شوې ده.

د فاریاب ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ سرپرست او له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر جنرال محمد نادر وايي، چې مدینه د میمنې ښار د افغان کوټ لیسې زده کوونکې وه او نوموړې د خپل خوب په بستره کې ساه ورکړې ده.

نادر وویل، جسد یې عدلیي طب ته د څېړنو له پاره لېږلی دی.

د مدینې پلار همایون وايي، د لور په چلند کې هېڅ داسې بدلون نه لیدل کېده او د معمول په څېرل خپلې خونې ته د خوب له پاره ولاړه.

پلار یې وویل، د ګهیځ ۱۰ بجې یې لور د چای څښلولو له پاره راپاڅوله، چې د مدینې مړ جسد یې وموندلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام