په فاریاب ولایت طالبانو شاوخوا ۸۲ تنه مسافر یرغمل کړي دي

وسله والو طالبانو نن (چهارشنبه) ګهیځ د فاریاب ولایت د قرم قول ولسوالۍ له مرزاقم سیمې نه شاوخوا ۸۲ مسافر له ۴۰۴ ډوله بس او درې واړو موټور نه کوز کړي دي او له ځانه سره یې یرغمل نیولي دي.

یو امنیتي چارواکي د نوم نه افشا کولو په شرط سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د یرغمل شویو مسافرو له ډلې ۲۵ تنه یې وسله والو طالبانو له خپلو پلټونو وروسته خوشې کړي دي.

خو له بل لوري د میمنې او مزار لویې لارې د امنیت خوندیتوب قوماندان محمد حنیف وايي، چې د یرغمل شویو کسانو شمېر ۶۵ تنو ته رسیږي او زیاتوي، چې له وسله والو طالبانو سره د دوی د نښتې له امله ۴۰ تنه یرغمل شوي مسافر ازاد شوي دي.

نوموړی وايي، چې یرغمل شوي مسافر وسله والو طالبانو د جنګل په نوم سیمې ته وړي دي، چېرې چې وسله وال طالبان استوګنه کوي.

دغه امنیتي مسوول وايي، چې دوی هڅه کوي، پاتې یرغمل شوي مسافر هم راخوشې کړي.

د محمد حنیف په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په شوې نښته کې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایتي شورا رییس، طاهر رحماني د پېښه تاییدوي او وايي، چې په نوي لېږدیز کال کې د وسله والو طالبانو له لوري د مسافرو یرغمل نیولو دغه پېښه لومړنۍ هغه ده.

د مینمې او جوزجان لار ناامنه ده او تل د ناامنیو راپورونه یې په رسنیو کې خپریږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو څو ورخې مخکې د خپلو پسرلني عملایت د عمري په نوم اعلان کړل.

طالبانو په خپرې شوې خبرپاڼه کې له خپلو پلویانو غوښتي و، چې د نښتو پر مهال دې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام