په غزني کې هندوان او سېکان د استوګنې د ځایونو له کمښت سره مخ دي

اوسمهال په غزني ولایت کې د هندوانو له ۱۵۰ کورنیو یوازې ۶۰ کورنۍ پاتې دي، چې اکثره یې په دوکاندارۍ، د طبیعي درملو یا حکیمي دواوو په پلورلو او زرګرۍ باندې بوختې دي.

سېکان وایي، په هره درې بسوه اي انګړ کې له ۶ ډېرې کورنۍ ژوند کوي، چې د نه ځایېدلو له امله یې په لسګونو کورنیو افغانستان پرېښي دی.

ډېری هندوان او سیکان په ۷۰یمه میلادي لسیزه کې د کورنیو جګړو او د طالبانو په واکمنۍ کې د زور زیاتي له امله خپلې ځمکې او دوکانونه وپلورل او له افغانستانه ووتل، خو په غزني کې پاتې کورنۍ د دولت د نه پاملرنې نه شکایت کوي، وایي، له نورو ستونزو سره ـ سره د استوګنې د ځای نه شتوالي له ستونزو سره مخ کړی دي.

د غزني ولایت د سېکانو یو اوسېدونکي دیدار سینګ سلام وطندار ته سره په خبرو کې له دې حالته شکایت وکړ، چې ۵۰ کورنۍ په ۸ کورونو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

د ده په خبره، په دوی کې داسې خلک هم شته، چې ۶ کورنۍ په ۲ بسوه يي کور کې ژوند کوي.

د سېکانو د ډلې بل اوسېدونکي سنجندر سینګ وایي، ځکه د ځای له نه شتوالي او استوګنې له ستونزې سره مخ دي، چې دوی له ښاره بهر ژوند نه شي کولی او مسلمانان ورته په کرایه کور نه ورکوي.

سنجندر سینګ زیاتوي، چې  د ځاې د نشتوالي له امله اړ دي، چې خپل ځاي پرېږدي او له افغانستانه ووځي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د ګوزاره حال ژوند د تېرولو له پاره ورته مناسبه ځمکه ورکړي، چې پاتې عمر په ارامۍ سره تېر کړي.

په همدې حال کې، په ولایتي شورا کې د غزني د خلکو استازې فاطمه رحیمي وایي، چې په وروستیو کلونو کې هندوانو او سېکانو ته هېڅ پام نه دی شوی او د غزني ولایت په سیمه ییزو دولتي تشکیلاتو کې هم هغوی ته برخه نه ده ورکړل شوې.

مېرمن رحیمي هندوانو او سېکانو ته نه پاملرنه د بشري حقونو او ټولنیز عدالت پر خلاف عمل بولي، وایي، چې دولتي مسوولان په خپلو غونډو کې د دغو وګړیو له موجودیته په خپله ګټه کار اخلي.

خو د غزني ښاروال فریدون عزیزي بیا وایي، چې د دې ولایت د هندوانو د استوګنې موضوع یې څېړلې او په پام کې ده، چې دوی ته د علي لالا ښارګوټې په شمول په درېیو ښارګوټو کې دوه کوڅې ځانګړې شي.

د ده په خبره دغه ښارګوټي به د سږني ژمي تر پایه پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هاخوا د افغان هندوان او سېکان له پاره بله ستونزه د ښوونځیو نه شتوالی دی. دوی د ټولنیزو ستونزو له امله نه شي کولی، چې دولتي ښوونځیو ته لاړ شي او زده کړې وکړي.

له دې سره سره چې په اساسی قانون کې د لږکیو د ساتنې خبره شوې، خو دولت ورته پام نه دی کړی او د هندوانو په برخه کې څه نه دي شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام