غزني کې یو شمېر مېرمنې وایي، چې په دې ولایت کې مېرمنو لهپاره ځانګړي تفریحځایونه نهشته او کهچېرې پارکونو ته ولاړې شي؛ نو نارینه یې ځوروي.
د غزني مرکز د زورګونو تنو اوسېدونکی ښار دی؛ خو تر دا مهاله یوازې څلور پارکونه لري، چې تر ډېره پهکې نارینه لیدل کېږي.
د دې ولایت یو شمېر مېرمنې نیوکه کوي، چې پهدې ولایت کې د لوبو او تفریح لهپاره ځانګړي او خوندي ځایونه نهلري.
د ثریا په نوم یوه مېرمنه وایي، کله چې د تفریح لهپاره پارک ته ځي؛ د نارینهوو لهخوا ځورول کېږي.
خالده هغه مېرمنه ده، چې په کور کې د رایسارو ډېره پړه پر هغو نارینهوو ور اچوي، چې په پارکونو او تفریحځایونو کې له ښځو سره زور ـ زیاتی کوي. د دې پر وینا، د غزني زیاتره مېرمنې، چې د کور په چاپېریال کې راګېرې دي؛ په رواني ناروغیو اخته شوې دي.
دغه مېرمنې له حکومته غواړي، چې پهدې ولایت کې مېرمنو ته هم په مناسبتي ورځو کې د تفریح لهپاره یو ځانګړی ځای جوړ شي.
په همدې حال کې د غزني د ښځو چارو ریاست د عامه پوهاوی اړیکو مسوولې لیلا محبي هم مېرمنو لهپاره د تفریحځایونو نهشتوالی یوه جدي ستونزه ګڼي، وایي، هڅه کوي چې د دې ولایت ښځو بڼ کې هغوی ته یو ځانګړی ځای جوړ کړي.
د غزني د ښځو بڼ څو کاله مخکې د دې ولایت په «علي لالای» سیمه کې جوړ شو؛ خو تر اوسه له دې بڼ نه ګټنه نهکېږي.
یوازې د غزني مېرمنې نهدي چې په تفریحي پارکونو کې د نارینهوو لهخوا ځورول کېږي؛ بلکې د هېواد د پلازمېنې په ګډون په نورو ښارونو کې هم ورته شکایتونه موجود دي.