په غزني کې د البیروني استوګنیز ښارګوټي سلګونه اوسېدونکیو چې نن د دغه ولایت د پوهنې ریاست مخې ته راټول شوي وو، د ښوونځیو قومي، سیاسي او مذهبي کولو پر وړاندې یې شعارونه ورکول.
دوی چې د پوهنې ریاست مخې ته پرلت کړی و ادعا کوي چې د غزني د پوهنې ریاست په خپلو پرېکړو سره د وګړیو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي.
معترضان وايي، د غزني د پوهنې رییس د البیروني ښارګوټي د نجونو ښوونځي ځمکه یوه ځانګړي قوم ته ورکړې او دا ډول پرېکړې د نفاق او تعصب د پراختیا لامل ګرځي.
د دوی په وینا، په یاد ښارګوټي کې ۷ جریبه ځمکه د نجونو ښوونځي جوړولو لپاره په پام کې نیول شوې وه، خو اوس د پوهنې رییس غواړي دا ځمکه یوازې پښتنو ته ورکړي.
خو د غزني د پوهنې رییس محبالرحمان انصار وايي، د البیروني ښارګوټي د نجونو ښوونځی چې په دري ژبه پهکې تدریس کېږي او د ابراهیم خلیلالله په ښوونځي کې بیا په پښتو ژبه چې پر سر یې له تېرو ۹ کلونو راهیسې دعوې روانې دي.
اړوند مطالب:
د غزني اندړو کې د هاوان لګېدلو ۴زدهکوونکي وژلي
طالبانو غزني کې ۱۲۰ ښوونکي یرغمل کړي
د نوموړي په وینا، د ولایت والي د دې موضوع د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی و، خو د یاد پلاوي څېړنې بېپایلې پای ته رسېلې دي.
د غزني د پوهنې رییس زیاتوي، معترضان دې یاده موضوع نه سیاسي او نه هم قومي کوي او که غواړي چې حل شي، خپل استازي دې راولېږي چې پایلې ته ورسېږو.
د پوهنې رییس د معترضانو له سرلارو غواړي چې له اعتراضه لاس واخلي او دا موضوع دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.