په غبرګو پښو معیوب سرتېری اوس هم د وطن دفاع کوي

"غبرګې پښې مې غوڅې شوي دي. ویاړم! چې افغانان مې د یومېړني سرتېري په نوم پېژني؛ ماته نه منم او د ژوند تر پایه به د افغانستان عسکر وم."

دا د سرښندونکي منصور فقیري کیسه ده. دی وايي، چې شاوخوا یوه نیمه لسیزه کېږي، د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د هېوادوالو په خدمت کې دی.

نوموړي وویل، تېر کال د هېواد د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په ورځ د ماین په چاودنه کې سخت ټپی شو او د افغانستان له پاره یې دواړه پښې نظرانه کړې.

د فقیري په څېره لا هم ځواکمنتیا خوره وه؛ داسې نه ښکارېده لکه یو معیوب انسان. منصور فقیري اوس هم په کابل کې د پولیسو په لیکو کې خدمت کوي.

دغه راز د فقیري مېرمن د خپل مېړه زړورتیا ستايي؛ خو وايي، زړه یې په دې درد کوي، چې د ژوند شیرک یې لا هم په معیوب ځان د کورنۍ له پاره کار کوي.

د دې سرتېري مېرمن وایي، ژوند یې له کړاونو ډک دی او په یو کرايي کورې کې ژوند کوي.

دغه مېرمن له حکومته د کور غوښتنه کوي او وايي، چې مسوول امنیتي بنسټونه دې خپلو معیوبو سرتېرو د ستونزو حل په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کب ۹ د امنیتي ځواکونو ملي ورځ

افغان حکومت د کب ۹ نېټه د لومړي ځل له پاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم ونوموله او دغه ورځ یې په شاندارو مراسیمو ونمانځله.

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په پوځي هوايي ډګړ کې د امنیتي ځواکونو له پوځي حرکتونو لېدنه وکړه او د یوشمېر سرتېرې یې وستایل.

دغه راز په ملي دفاع وزارت کې هم ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایوي رییس او یوشمېر لوړپوړو امنیتي چارواکو او افسرانو په ګډون په همدې مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

غني وویل، حکومت به هر کال دغه ورځ نمانځي او د هېواد په کلیزه کې به هم رسمي کېږي.

اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو کړنې وستایلې او د حکومت مخالفینو ته يي په خطاب کې وویل، هغه کسان به ګور ته لاړ شي؛ چې غواړي افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي.

ولسمشر وویل، طالب مشران په مزو او چړچو کې ژوند کوي، خو یوشمېر بې خبره کسان د نورو په دستور د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

په ورته وخت کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د امنیتي ځواکونو کورنیو ته رسېدنه د امنیتي چارواکو له بنسټیزو مکلفیتونو بولي او ټینګار کوي، چې د امنیتي ځواکونو دریځ  پر حق، د هیواد والو او ملي حاکمیت د دفاع له پاره دی.

عبدالله زیاته کړه، باید د جګړې په لومړۍ کرښه کې امنیتي ځواکونو ته زیاته توجه وشي.

د ملي دفاع وزیر جبنرال عبدالله حبیبي غونډې ته وویل، د سرتېرو مسلکي کول، د ملي اردو د وړتیاوو لوړولو، او په اداري برخو کې سمون د دغه وزارت له لومړیتوبونو دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام