په سېند کې چاودنې ۶۰ شیعه توکمه ووژل
دجمعې په ورځ (دسلواغې په ۱۰مه) دپاکستان سېند ایالت په شکارپور ښار کې یوې چاودنې شیعه توکمه ۶۰ ولسي وګړي ووژل او له ۶۰ زیات ټپیان کړل
دپاکستاني رسنيو دخبر له مخې دغه چاودنه د جمعې لمانځه پر مهال دشیعه ګانو په یو جمات کې شوې چې دجمات دملا امام په شمول په کې ۵۶ پنځوس لمونځ کونکي وژل شوي دي.
خو دشیعه مذهبه مجلس وحد المسلین مشران وايي، چې د وژل شويو شمېر تر ۶۰ رسيږي او ځینې جنازې له وار دمخه دخپلوانو له لورې یې وړل شوي دي.
دپاکستان سېند آيالت په لویو ښارونو کې کارونه تړل شوي او چاودنه کې د وژل شويو دځینو جنازو مراسم شنبه( دسلواغې ۱۱مه) ترسره کيږي.
ددغه پېښې په تړاو شیعه مذهبه ډلو له خپلو پلویانو غوښتنه کړې او د سېند آيالت اکثره لوی ښارونو کې یې کار بندیز اعلان کړی دی
ددغه پېښې په ویر کې ایالتي حکومت هم دیوې ورځې ماتم رسمي اعلان کړی دی .
ځايي حکومت په پېښه کې وژل شويو سره ۲۰ ـ ۲۰ لکه او د پېښې ټپیانو ته ۲ـ ۲ـ لکه پاکستانۍ کلدارې دمرستې اعلان کړی دی.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې دپېښې په ځای کې شاوخوا ۳۰۰ لمونځ کونکي شته و
د سرچینو په قول د کوچنیانو په شمول ۶۰ تنه ژوبل شوي چې دځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دشیعه توکمه مذهبي ډلې مجلس وحدت مسلمین مشر امین شهیدي رسنيو سره په خبرو کې پر ایالتي حکومت تور پورې کړ چې د ترهګرۍ په مخ نيوي کې پاتې راغلي.
دپېښې عیني شاهدان وايي دمولا علي امام بارګاه ته یو شخص د لاسي کڅوړې سره ننوت او چاودنه وشوه.
دپولیسو یو چارواکي عبدالقدوس ویلی دوي پلټنې پېل کړي، چې معلوم کړي چاودنه څه ډول رامنځته شوې ده.
ددغې پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې خو په سیمه کې مدني فعالان او خبریالان وایي، له ۲۰۱۰ کال را وروسته په شکار پور، جیکب اباد، سکهر او لاړکانه ولسواليو کې سخت دریزې ډلې ډيرې فعالې شوي دي او ددې ایالت په شاوخوا کې ۱۲ زره هغه دینې مدرسې فعالې دي چې حکومت یې له نصاب خبر نه دی.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې د شیعه توکمه پر مذهبي ځایونو او مراسمو بریدونه کيږي، له دې وړاندې په پېښور، کراچۍ بلوچستان په ځینو سیمو کې هم بریدونه شوي چې درانه مالي او ځاني تاوانونه یې اړولي دي.