په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو په داوم دا ځل په سمنګانو ولایت کې د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وياند وحید مایار وايي چې تر هرات وروسته په سمنګانو ولایت کې په کرونا د اخته کېدو تازه پېښه ثبت شوې او په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر پنځو ته ورسېد.
له دې وړاندې هرات کې په کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې شوې وې او وسره مل د لسګونو نورو شکمنو کسانو معاینات هم روان دي.
له دې سره هم مهاله ولسمشر غني وايي چې که چېرې کرونا ويروس په چټکۍ سره خپور شي؛ نو حکومت به د بوديجې فوق العاده تعديل لپاره ولسي جرګې ته مراجعه وکړی.
نوموړي دا څرګندونې د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې په ټولنه کې احتياطي برخوردونه وکړي تر څو د دې ناروغۍ مخنيوی وشي.
ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا رییس نیوکه کوي، چې په اسلامکلا بندر زرګونه افغانان را اړول کېږي، خو د کرونا ویروس د تشخیص لپاره وسایل نه لري او له امله یې دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي.
د روغتیا وزیر په هېواد کې د کرونا ویروس د تشخیص لوړ لګښت ته په اشارې چې هر مورد یې ۱۶۰۰ امریکايي ډالره لګښت لري وویل، د کرونا ویروس ډېری شکمن کسان چې د ویروس جدي نښې یې په وجود کې تشخیص نه شي، بېرته ردېږي
کرونا ویروس له دوو میاشتو راهیسې په نړیواله کچه د خلکو د ژوند لپاره په جدي ګواښ بدل شوی دی. دولتونو د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي او افغان حکومت هم د یاد ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د ملي امنیت شورا دا پرېکړه پرون د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې په دویمه غونډه کې کړې ده. د افغانستان ښوونیز کال په وري میاشت کې پیلېږي.