راپورونه وايي چې د سعودي عربستان د جنوبي ابحا ښار په یو جمات کې چاودنه شوې او ۱۷ لمونځ کوونکي یې وژلي دي.
د سعودي عربستان الاخباريه تلویزون په خپل راپور کې ویلي چې ددې هیواد دچټک غبرګون ځانګړو ځواکونو اړوندانو په دې جمات کې لمونځ کاوه چې دغه ځانمرګی برید رامنځته شوی دی.
ځېنې سرچينې بیا وايي چې دغه جمات د سعودي عربستان د چټک غبرګون په ځانګړو ځواکونو پورې تړلی و.
په سعودي عربستان کې د امنیت ټېنګښت او د ترهګرۍ مخنیوی د همدې ځواکونو په غاړه دی.
او د لاريونونو او نور تاوتریخوالي په مخنیوي کې له پولیسو سره مرسته هم کوي.
دغه ځواکونه په سعودي عربستان کې په ۱۹۷۲ کې جوړ شوي دي.
په تېرو نږدې ۵ میاشتو کې دا په سعودي عربستان کې دویمه ستره چاودنه ده چې په جمات کې ترسره کيږي.
له دې وړاندې بل برید د سعودي عربستان اړوند په شیعه مذهبه سیمه کې په یوجمات کې رامنځته شوی و چې لسګونه وګړي یې وژلي و.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې برید په غاړه نه دی اخیستی او نه هم سعودي عربستان یې پړه پر چا اچولې ده.
کشتهشدن 17 تن در نتیجۀ انفجاری در عربستان