په دایکندي کې د بادام ګل شپږمه فرهنګي ـ هنري جشنواره ترسره شوه

د دایکندې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه جشن ترسره کول ملي او نړېوالو سوداګرو ته د افغانستان د بادام معرفي کولو یوازنۍ ښه لاره ده.

دغه فرهنګي جشنواره، د دایکنډي ولایت زرګونو اوسیدونکو، دولتي چارواکو، بڼوالو، او بزګرانو په ګډون د ولایت په مرکز نیلي ښار کې ترسره شوه.

د دې جشنوارې په څنډه کې سیمه ییزو هنرمندانو له خپل ساز او اواز سره د ګډوانوالو ښه هرکلی وکړ.

په بله څنډه کې بزګرانو او باڼوالو خوښي او نڅاګانې وکړې، دغه ورځ یې د دایکندي نورو اوسیدونکو ترڅنګ ولمانځله، او راتلونکی کال یې په نیک فال ونیوه.

د دایکندي د اطلاعات او فرهنګ رییس حسین سیرت سلام وطندارته وویل، چې ددغه دودیز جشن د لمانځلو موخه، د دایکنډي سیمه ییز دودونو نندارې ته وړاندې کولو، بومي فرهنګ، هزاره ګي موسیقي او شعر ویل دي.

په همدې حال کې د دایکندي یوشمیر بڼوال د خپلو باغونو د میوو  پلورلو له پاره د بازار نشتوالی لویه ستونزه بولي او وايي، چې ددغه ولایت د ولسوالیو او پلازمینې ترمنځ لارې هم ستونزمنې دي.

دغو بزګرانو سلام وطندارته وویل، ددې ستونزو له امله خپل کرنیز توکي په سمه توګه نه شي پلورلی.

خو بزګران یوازې له دې ستونزې سره نه دي مخ، بلکې دوی تل د پروسس په برخه کې د دولت له نه همکاري سرټکوي او د حاصلاتو راټول بله ستونزه بولي.

د ویلو ده، چې په دایکندي، کندهار، ننګرهار او پروان ولایتونوکې هرکال د بادام ګل، انارګل او نارنج ګل ترنومونو لاندې میلې ترسره کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام