په جوزجان کې یو پلار پر خپلې لور د جنسي تېري پرمهال ووژل شو

د جوزجان د امینت امر عبدالحفیظ خاشې سلام وطندار ته وویل چې ۵۰ کلن مجیب‌الرحمان تېره شپه ناوخت مهال هغه وخت د خپل زوی له لوري ووژل شو چې پر ‌خپلې ۱۸ کلنې لور په جنسي تېري لګیا و.

ده دا هم وویل چې د سړي زوی په‌خپله پولیسو ته زنګ وهلی چې خپل پلار یې په دې تور وژلی دی.

د جوزجان د امنیت امر په وینا، دا پېښه د دې ولایت د مرکز شبرغان په خیرخانه کلي کې شوې چې امنیتي او تحقیقي بنسټونو په‌دې اړه پلټې پیل کړې‌دي.

ښاغلي خاشې وايي، د دې سړي کورنۍ ادعا لري چې مجیب‌الرحمان له‌دې مخکې هم پر خپلې لومړۍ لور جنسي تېری کړی و چې له هغې وروسته له کوره وتښتېدله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام